Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې په روان ۱۴۰۲ کال کې یې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې تر ځمکې لاندې د اوبو سرچینو تغذیې په موخه څه باندې ۱۲۰۰ کړۍ جذبي څاهګانې کېندلې دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د کابل ښار د فوټسال الف لیګ سیالۍ د ۱۸ ټیمونو په ګډون پیل شوې چې په لومړۍ ورځ یې دلاور ترکمنزاده ټیم شهید پناه ته او ایثار ټیم مخابراتو ټیم ته ماتې ورکړه.
د کابل ښار لېسهمریم بازار کې د اور لګېدنې له امله دوکاندارانو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
نن کابل ښار کې د تېرو اووه ورځو په نسبت د لومړنیو او نفتي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی خو د روسي سرو زرو بیه لوړه شوې ده.
د کابل ښار اتلسمې حوزې اړوند دشتبرچي سیمه کې د یوه سوداګریز مرکز مخې ته نن مازیګر مهال شاوخوا درې بجې د لاسي بم چاودنې کې دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، د شپاړلسمې امنیتي حوزې اړوند، الوخیلو خان سېمه کې پر یوه مارسډیز موټر د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
نن کابل ښار کې د تېرې شنبې په نسبت د نفتي توکو او قزاقي اوړو بیې ټیټې شوې خو د سروزرو بیې لوړې شوې دي.
د کابل والي وایي چې د اسلامي امارت رهبري دې د کابل ښاریانو د څښاک اوبو او ځوانانو ته د کار پیدا کولو په موخه د لویو پروژو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د نفتي توکو بیې ټیټې شوې خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د قزاقي اوړو، هندۍ بورې او روسي سرو زرو بیې ټیټې شوې دي.
د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د څه باندې اتيا ميليون افغانيو په لګښت ټولټال تر دوه کيلومتره ډېر سړکونه قير او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
نن کابل ښار کې د ۷ ورځو مخکې په نسبت د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ټيټېدو ترڅنګ د نفتي توکو، سروزرو او د پاکستانۍ وریجو بیې ټيټې شوې دي، خو د هندي بورې بیه لوړه شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن