Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بدخشان د جرم، اشکاشم او شغنان ولسوالیو او ځینو نورو سیمو اوسېدونکي د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې د دوی د دې ستونزې هواري لپاره اقدام وکړي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي، په دغه ولایت کې د شاوخوا یوې اوونۍ عملیاتو په ترڅ کې ۳۸ د حکومت وسلهوال مخالفین او درې امنیتي کسان وژل شوي او ۷۸ د حکومت وسلهوال مخالفین نیول شوي دي.
د ريښتر په کچه ۵،۱ درجې زلزلې د بدخشان مرکز فیضاباد ښار او د دغه ولایت ځینې ولسوالۍ ولړزولې.
د حکومت وسلهوال مخالفین ادعا کوي چې د بدخشان شکي ولسوالي یې په خپله ولکه کې راوستې او ولسوال یې نیولی دی؛ خو د کورنیو چارو وزارت وايي: «موږ دغه بیبنسټه او دروغجنې اوازې ردوو او مطلق درواغ دي.»
د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ځوانانو ته د يو روزنیز مرکز له جوړېدو خبر ورکوي او وايي، دغه مرکز ته ١٢٠ کسان جذب شوي چې نيمايي يې نجونې دي.
فیض آباد (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۱): بدخشان کې ځايي سرچینې په روان کې کال کې له ګاونډیو هېوادونو له ۱۸ کلونو د کمعمره ۷۵ ماشومانو
د بدخشان د مرکز فیض اباد ښاروالۍ ورودي دروازې ته څېرمه د سړک غاړې ماین چاودنې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
په بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان سیمهییز مسوولین، د کم عمره ماشومانو له خوا د سختو کارونو پیلولو ته اندېښمن دي او وايي، د دغه ولایت له مرکز او څلورو ولسوالیو څخه د لومړنیو شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې ۷۷۰۰ ماشومانو دغه ډول کارونو ته مخه کړې ده.
د بدخشان مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۴ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.
په بدخشان کې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې له کتابلوستنې سره د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې او هره ورځ لسګونه ځوانان عامه کتابتون ته ورځي او له شته کتابونو یې استفاده کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن