منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۵ غ.و
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

د بدخشان هغو لسګونو کم ‎عمره کسانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه چې له ګاونډیو هېوادونو راایستل شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۹۶ کتنې

فیض ‎آباد (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۱): بدخشان کې ځايي سرچینې په روان کې کال کې له ګاونډیو هېوادونو له ۱۸ کلونو د کم‎عمره ۷۵ ماشومانو راایستل کېدو خبر ورکوي او وايي چې یادو لسګونو کسانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

د دغه ولایت د کډوالو چارو رییس محمدیونس جهادمل پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ریاست ثبت شوې شمېرې ښيي چې د روان کال په اوږدو کې تر اوسه له پاکستان او ایرانه ۸۳۸ کسان را ایستل شوي او بېرته دغه ولایت ته ورستانه شوي دي.

هغه وویل، په راایستل شوو کې ۷۵ کم‌عمره کسان هم شته چې د ارګو، خاش او جرم او شهدا ولسوالیو اصلي اوسېدونکي دي چې د اسلام کلا، تورخم او ملک بندرونو له لارې په زور راایستل شوي دي.

هغه وویل چې یادو ماشومانو ته یې د کډوالۍ نړۍوال سازمان، پوهنې او کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په همکارۍ د خپلې خوښې حرفوي زده‌‎کړو زمینه برابره کړې ده.

جهادمل زیاتوي، ماشومان د ټولنې زیان‎منونکی قشر دی چې له جسمي او رواني پلوه ښوونې او روزنې ته اړتیا لري. هغه له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان دې د دولتي بنسټونو په همکارۍ د خپلې خوښې حرفو او د زده‎کړو نورو بنسټونو ته ورمعرفي کړي او اجازه دې نه ورکوي څو د کار لپاره نورو ملکونو ته ولاړ شي.

په همدې حال کې د بدخشان د کار او ټولنیزو چارو ریاست د کار امر صفی‎الله اعتمادي وویل، دغو ماشومانو ته د مرستندویه موسسو په همکارۍ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو او کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له خوا د حرفوي زده کړو زمینه برابرېږي.

د هغه په خبره، د دغه پروګرام له لارې یادو ماشومانو ته د کوچنیو سوداګریو، نجارۍ او ویرنګ‎کارۍ برخو کې روزنه ورکول کېږي.

د بدخشان یو اوسېدونکی شمس الرحمن وايي، یو ۱۵ کلن زوی یې د مزدورۍ لپاره ایران ته تللی و خو له یو کال تېرېدو وروسته بېرته له یاد هېواده را وایستل شو.

د هغه په خبره، زوی یې له پولې د رااوښتو پر مهال د کډوالۍ له نړۍوال سازمانه یو کارت ترلاسه کړ چې له مخې یې اوس د حرفوي زده‌کړو پروګرام کې شامل شوی دی.

نوموړی وايي، اوس یې زوی ته د زده‎کړو ترڅنګ یوه اندازه معاش هم ټاکل شوی چې تر یوه بریده د دوی اقتصادي ستونزې پرې حل کېږي.

هغه د دغه روزنیز پروګرامه له امله مننه وکړه او د دوام غوښتونکی یې شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه