د پکتیا مسوولینو نن په دغه ولایت کې د رسنیو له استازو او خبریالانو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې خبریالانو ته به د قانون په رڼا کې پر وخت معلومات ورکول کېږي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سيپيجی) ویلي، اوسمهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳۶۳ خبریالان بندیان دي چې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.
د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د خبریالانو، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، د ولایت مقام ویاند او د ځینو نورو ادارو مطبوعاتي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه.
. . .
بې پولې خبریالان په تېره یوه میاشت کې افغانستان کې د ۱۲ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د نیول کېدو خبر ورکوي او له حکومته غواړي چې د خبریالانو خوندیتوب او د ټولیزو رسنیو قانون د عملي کولو په تړاو خپلو اعلان کړو ژمنو ته درناوی وکړي.
کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د خبریالانو نړیوال فدراسیون وایي چې د افغانستان په هرات ولایت کې یوې نظامي محکمې د خالد قادري په نوم
د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې خبریالان او ملاتړي بنسټونه یې بايد له ویرې او ګواښ پرته فعالیت وکړي.
کابل کې یو شمېر خبریالانو د خبریالانو له خوا د یوه خپلواک بنسټ د جوړېدو غوښتنې ترڅنګ په ډاګه کړه چې د خبریال له نوم څخه ناوړه ګټه اخیستنه چې په هر دلیل وي، باید بنده شي.
کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۱) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) په دغه هېواد کې له رسنیو او خبریالانو خپل ملاتړ اعلان
د کندهار خبریالان وايي، د راپورونو جوړولو پر مهال چارواکي معلومات نه ورسره شریکوي چې دې ستونزې د هغوی کارونه له خنډ سره مخ کړي دي.