Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د فراه امنیه قومانداني وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې یو ځوان په ډزو وژل شوی او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.
د فراه حکومتي مسوولین وايي چې د ۲۶ میلیون افغانیو په لګښت دغه ولایت د نوري فایبر له شبکې سره ونښلول شو.
ځايي مسوولین وايي، ناپېژانده وسلهوالو د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ درې غړي وژلي دي.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې ۹۳ جریب د کوکنارو کښت او ۱۶۸۱ کیلوګرامه نشهيي توکي له منځه وړل شوي دي.
ځايي مسوولین وايي، د پکتیکا په شخېلاباد ولسوالۍ کې د اوبو د یوه بند او د فراه په مرکز کې د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د درېیو کورنیو ترمنځ دوه کلنه دښمني د دیني عالمانو، قومي مشرانو او حکومتي مسوولینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي، ۲۳ ټانکره بېکیفیته تېل چې له ایرانه فراه ته وارد شوي، بېرته دغه هېواد ته مسترد شوي دي.
د فراه ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې شپږ ماشومان مړه او د یوې ښځې ترڅنګ اته نور ټپیان شوي دي.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د کوکنارو ۱۰۹ جریب کښت او ۲۴۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکي له منځه وړل شوي دي.
د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې دوه ښوونځي چې ۱۴ کاله مخکې د ښوونکو نشتوالي له امله تړل شوي وو، بېرته پرانيستل شول او ۹۰۰ ماشومانو ته پهکې د زدهکړو زمینه برابره شوه.
د فراه یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د پسه يوې کيلو غوښې بيه له ۳۵۰ څخه ۴۵۰ افغانيو ته لوړه شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن