Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې نږدې ۱۷۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي له منځه وړل شوي

فراه ښار (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د فراه امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې ۹۳ جریب د کوکنارو کښت او ۱۶۸۱ کیلوګرامه نشه‌يي توکي له منځه وړل شوي دي.

دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوې چې د فراه امنیې قوماندانۍ له لوري نن رسنیو ته استول شوې ده.

سرچینه وايي چې په تېره یوه اونۍ کې امنیتي ځواکونو په پرچمن ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو د له منځه وړلو عملیات ترسره کړي دي.

د خبرپاڼې په حواله د یادو عملیاتو په ترڅ کې د پرچمن ولسوالۍ په دوخاري، رودای جن، درې ملکي او خاشرود سیمو کې ۹۳ جریبه د کوکنارو کښتونه له منځه وړل شوي دي.

دغه راز، خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بکواه ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو څخه ۱۶۸۱ کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه کړي او له منځه یې وړي دي.

د یادونې وړ ده چې د فراه په ګډون په ټولو ولایتونو کې د کوکنارو د کښتونو اړولو کمپاین پيل شوی چې په ترڅ کې تر اوسه زرګونه جریب د کوکنارو کښت له منځه وړل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.