په کندوز کې ځیني کروندګر وایي، سږکال په دغه ولایت کې زرګونه هکتاره للمي ځمکې له حاصلاتو پاتې شوې دي؛ له همدې امله دوی له جدي ننګونو سره مخ شوي او حتی نشي کولی چې خپل لګښت پوره کړي.
د دایکنډي د مرکز «ناوه جعفر» کلي لسګونه اوسېدونکي وایي، د دغه کلي دوو اوسېدونکو ژورې څاګانې کیندلې او هره ورځ زرګونه لېټره اوبه ترې پلوري چې له امله یې د سیمې خلکو څاګانې وچې شوې دي.
د دایکنډي ولایت مسوولین وایي، د تېرو دوو کلونو وچکالیو له امله د دغه ولایت تر ۷۵ سلنې ډېرې کروندې اغېزمنې شوې دي.
د کرنې وزارت مسوولین وایي چې وروستي اورښتونه د وچکالۍ د له منځه تلو لپاره بسنه نه کوي او راتلونکی کال به هم افغانستان له وچکالۍ سره مخ وي.
. . .