کاپیسا کې بزګران له وچکالۍ او د اوبو له کمښته شکایت لري
د کاپيسا یو شمېر کروندګر د دغه ولايت په ځینو ولسواليو کې د اوبو د کمښت او وچکالۍ له امله شکايت کوي، وايي چې کروندې يې له منځه تللې دي.
د کاپيسا یو شمېر کروندګر د دغه ولايت په ځینو ولسواليو کې د اوبو د کمښت او وچکالۍ له امله شکايت کوي، وايي چې کروندې يې له منځه تللې دي.
په کندوز کې ځیني کروندګر وایي، سږکال په دغه ولایت کې زرګونه هکتاره للمي ځمکې له حاصلاتو پاتې شوې دي؛ له همدې امله دوی له جدي ننګونو سره مخ شوي او حتی نشي کولی چې خپل لګښت پوره کړي.
د دایکنډي د مرکز «ناوه جعفر» کلي لسګونه اوسېدونکي وایي، د دغه کلي دوو اوسېدونکو ژورې څاګانې کیندلې او هره ورځ زرګونه لېټره اوبه ترې پلوري چې له امله یې د سیمې خلکو څاګانې وچې شوې دي.
د دایکنډي ولایت مسوولین وایي، د تېرو دوو کلونو وچکالیو له امله د دغه ولایت تر ۷۵ سلنې ډېرې کروندې اغېزمنې شوې دي.
د کرنې وزارت مسوولین وایي چې وروستي اورښتونه د وچکالۍ د له منځه تلو لپاره بسنه نه کوي او راتلونکی کال به هم افغانستان له وچکالۍ سره مخ وي.
د سرپل ولایت اوسېدونکي وایي چې وچکالۍ یې سږ کال کرنه او مالداري زیانمن کړي او د دغه ولایت ډېری خلک د لوږې له ګواښ سره مخ دي. هغوی له وچکالۍ د سختې اندېښنې په څرګندولو وايي…