د کډوالو چارو سرپرست وزير خليلالرحمن حقاني وايي، له هغه وروسته چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستنې لړۍ پيل شوې، تر اوسه څه باندې ۳۰۰ زره کډوال راستانه شوي دي.
ننګرهار کې مسوولین وايي چې د تورخم له لارې د کډوالو راستنو شوو یو شمېر کورنيو سرپرستان په پاکستان کې د پولیسو له خوا بندیان شوي دي.
د کونړ عامې روغتیا ریاست وایي چې له پاکستانه د راستانه شوو کډوالو درملنې لپاره یې تورخم ته د ډاکټرانو ۳۰ کسیز ډله لېږلې ده.
ننګرهار کې د شينوارو قوم د شپږو ولسواليو قومي مشران او ځوانان د غنيخېلو ولسوالۍ په مارکو بازار کې له پاکستانه پر راستنېدونکو کډوالو خواړه او اوبه وېشي.
حکومت، سوداګر، مدني فعالان او عامو خلک په تورخم کې له پاکستانه پر راستنېدونکو افغان کډوالو خواړه وېشي.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د رياستالوزرا د مالي او اداري مرستيال په مشرۍ یوه لوړ پوړي پلاوي تورخم ته سفر کړی دی.
کاناډا ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر په لړ کې د دغه هېواد د کډوالو اداره ټورنټو ښار ته د ۲۹۸ نور افغان کډوالو د لېږد خبر ورکوي.
. . .
د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ د مولانا جلالالدین محمد بلخي ښارګوټي کې د کډوالو د بیا ځای پر ځای کولو بهیر پیل شو.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په پاکستان کې د کډوالو چارو اتشو لپاره د ۳۵ ځایي کارکوونکو د ګومارلو خبر ورکړی دی.
د بلخ د کډوالو چارو ریاست وایي، په دغه ولایت کې یې د کډوالو او داخلي بېځایه شوو کسانو د تصفیې، سرشمېرنې او د مستحقو بېوزلو د تثبیت بهیر پیل کړی دى.
ټاکل شوې چې د افغانستان د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني تر کوچني اختر مخکې ایران ته سفر وکړي.