ښرنه (پژواک ٢ ليندۍ ٩٠): د پکتيکا په مرکز ښرنې ښار کې د غلو يوه څلورکسيزه ډله د غلاپر مهال ونيول شوه.
د ښرنې ښار د لومړۍ حوزې امر محمدصديق د ليندۍ په ۲مه پژواک ته وويل، چې د غلو دغه څلور کسيزه ډله يې د ښار د څوکيدار په مرسته نيولې ده.
نوموړي زياته کړه، چې د دغو غلو له ډلې دوه تنه د شپې مهال د ښرنې ښار صرافيو ته څېرمه ونيول شول او دوه نور نن (د ليندۍ دويمه) سهار وخته په زمزم صرافۍ کې دننه، چې د غلا لپاره ننوتلي وو، ونيول شول.
د هغه په خبره، دغو څلور تنو لومړى د زمزم په نوم صرافۍ د دروازې قلفونه مات کړي، دوه يې دننه شوي او دوو نورو د صرافۍ دروازې ته خپل قلفونه اچولي وو.
نوموړي زياته کړه، چې دوه تنه د څارنې په موخه د باندې ولاړ وو.
د يادې حوزې امر دا هم وويل، چې نيول شوي غله د پوښتنو لپاره امنيه قوماندانۍ ته سپارل شوي دي.
د اړوند ساحې د دوکانونو ساتونکي محمد امين پژواک ته وويل، چې دوه تنه د شپې او دوه نور، چې په دوکان کې بند پاتې وو، د دوکاندارانو په مرسته ونيول شول او بيا پوليسو ته وسپارل شول.
هغه زياته کړه، چې له يادو غلو سره وسله نه وه.
د زمزم صرافۍ څښتن لعل خان پژواک ته وويل، چې يادو غلو د ده د صرافۍ قلفونه مات کړي او خپل قلفونه يې ورته اچولي دي.
ده هم زياته کړه، چې له نيول شوو غلو دوه يې د شپې څوکيدار او دوه نور سهار د دوکان د خلاصېدو پر مهال لاس په لاس ونيول شول او صرافۍ ته يې هېڅ کوم زيان نه دى اوښتى.
د پوليسو يوې بلې سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل، چې نيول شوي څلور واړه غله د تخار ولايت اوسېدونکي دي او يو هغه تن هم په کې دى، چې درې کاله وړاندې يې په ښرنه کې د پوليس دنده ترسره کوله.
د پکتيکا د امنيه قومندانۍ د امنيت سرپرست ډګروال مياورخان د دې خبرې د پخلي تر څنګ پژواک ته وويل، چې له دغو کسانو پوښتنې پيل شوې او له بشپړو څېړنو وروسته به يې څارنوالۍ ته وسپاري.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن