ژبه

د اجرستان ولسوال له دغې ولسوالۍ غزني ښار ته په موټرسايکل راغلى

میرویس همت

۸ لیندی ۱۳۹۰ - ۱۶:۳۱

Views: ۱۱۷

غزني (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠): د اجرستان ولسوال په پټو لارو په ٤٨ ساعتونو کې له دغې ولسوالۍ د غزني ښار ته را ورسېد.

 د غزني اجرستان ولسوالۍ ته له تېرو شپږو کلونو ټولې ځمکنۍ لارې بندې دي، اکمالات يې د الوتکو له لارې کېږي او پر لارو يې وسله وال طالبان واکمن دي.

 د اجرستان ولسوال بسم الله حسيب، چې په پټو لارو له دې ولسوالۍ څخه له ډېرو ستونزو وروسته غزني ته راغلى وايي، چې اجرستان په تېرو لسو کلونو کې له پامه لوېدلې سيمه ده، چې په کې هېڅ پراختيايي چارې نشته او بېکارۍ د خلکو ستونزې نورې هم زياتې کړې دي.

 ولسوال د دې ستونزې ستر لامل په سيمه کې نا امني بولي او زياتوي، چې د ټولو پراختيايي چارو مخه وسله والو ډب کړې ده.

 د نوموړي په خبره، په دې ولسوالۍ کې دوه کاله مخکې د ملي پيوستون پروګرام پيل شو، خو څو مياشتې نه وې تېرې، چې د وسله والو له لوري سيمه وال وګواښل شول او دغه ګواښ په خلکو کې وېره خپره کړه.

 د اجرستان ولسوال زياتوي، چې په دې ولسوالۍ کې دوه روغتيايي کلينکونه شتون لري، ډاکتران لري، خو د درملو کمښت يې په ځانګړې توګه، په ژمي کې يوه دوامداره ستونزه ده.

 حسيب وايي، چې اجرستان لس ښوونځي لري، ټول پرانيستي دي، خو يو يې هم ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې د کليو په جوماتونو او يا د ونو تر سيورو لاندې زده کړې کوي.

 د ده په وينا، په دې ولسوالۍ کې دوو ښوونځيو ودانۍ لرلې، خو شاوخوا درې کاله مخکې د ناپېژاندو کسانو له لوري وسوځول شوې او اوس تشې خرابه ودانۍ دي.

د بسم الله حسيب په خبره، اجرستان د غزني د کرنې او مالدارۍ سيمه ده، پريمانه اوبه، مېوې او غلې په کې شته، مالداري له کرنې سره تړلې ده، خو د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره هېڅ کار نه دى شوى.

 اجرستان ولسوالۍ شاوخوا ٦٠زره وګړي لري، لوېديځ ته د اروزګان له ګېزاب او خاص اروزګان، شمال او شمال ختيځ ته د دايکندي له شهرستان او د ناور له ولسواليو، ختيځ ته له مالستان سره ګډه پوله لري.

 شاوخوا دوه کاله مخکې د اجرستان يوه بل ولسوال عبيدالله وزيري، په دې ولسوالۍ کې د بېوزلۍ له امله په ځينو کليو کې د خلکو له لوري د وښو د خوړو خبر ورکړى و.

 اوسنى ولسوال بسم الله حسيب هم د اجرستان د خلکو د بېوزلۍ يادونه کوي او زياتوي، چې دغه لرې پرته سيمه بېړنۍ مرستو او پاملرنې ته اړتيا لري.

 نوموړي په دې ولسوالۍ کې د مور او ماشوم ناروغي په ځانګړې د زېږون پر مهال د ميندو مړينه يوه لويه ستونزه وبلله او په خبره يې، چې هر کال د زېږون پر مهال لسګونه ميندې او ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

 د غزني چارواکي د اجرستان ستونزه مني، خو هلته شته ستونزې ټولې د نا امنۍ له امله بولي.

 د پوهنې رييس حسني مبارک عزيزي پژواک ته وويل، چې سږ کال يې د اجرستان لپاره د دوو ښوونځيو ودانۍ په پام کې وې، خو وسله والو يې مخه ونيوله.

 والي موسي خان اکبرزاده هم د اجرستان ستونزې مني او لامل يې له مرکزه د سيمې لري والى په ګوته کوي.

 هغه وايي، چې د اجرستان د پراختيا لپاره پلانونه شته، خو په تېرو کلونو کې دومره پاملرنه ورته نه ده شوې، څومره چې په کار وه.

 اکبرزاده پژواک ته وويل، چې اجرستان له مرکز څخه نږدې ٢٠٠ کيلومتره واټن لري او دوى په پام کې لري، چې په راتلونکې کې د اجرستان ټول اکمالات له ګاونډي ولايت اروزګان څخه ترسره کړي، ځکه دغه ولسوالۍ د اروزګان په ٥٠ کيلومترۍ کې پرته ده.

 اجرستان د غزني په تر ټولو نا ارامو سيمو کې راځي او په تېرو درېيو کلونو کې دوه ځلې د وسله والو له خوا ونيول شوه، اوس په دې ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت په موخه د پوليسو تر څنګ د ملي اردو سرتېري هم مېشت دي.