ژبه

په بلوچستان کې د يوې موسسې شپږ تنه کارکوونکي وتښتول شول

هجرت الله خروټی

۲۳ لیندی ۱۳۹۰ - ۲۰:۴۴

Views: ۶۶

کويټه( پژواک ٢٣ليندۍ٩٠):د پاکستان په بلوچستان کې له پښين سيمې څخه ناپېژاندو وسله والو د ( بي ار ايس پي ) په نامه د يوې موسسې٦ تنه غړي تښتولي دي .

 د پښين دولتي چارواکي وايې چې د (بي ار ايس پي) ٦ تنه کار کوونکي تېره ورځ ناوخته تښتول شوي خو دوى نن خبر شوي دي .

 په کويټه کې د يادې ادارې مشر نادر ګل بړېڅ  دليندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې : ناپژاندو وسله والو د دوې درې تنه ملګري د پښين له برشور سيمې څخه هغه مهال تښتولي چې هغوې په سيمه کې خپل کار کوونکي روزل او وروسته بيا وسله والو د د دوى د اوسېدو له ځاى څخه درې تنه نور هم وړي دي .

 نوموړي زياته کړه، چې ددوې تښتول شوي کارکوونکي د بلوچستان ايالت د پښتني سيمو اوسېدونکي دي.

 د پښين سيمې مرستيال کمشنر ( ډپټي اسيسټنټ کميشنر ) داوود خان پژواک ته وويل چې : د سيمې له اوسېدونکو څخه د پلټنو په اساس ورته دا مالومه شوې ده چې وسله والو تښتول شوي کسان د توبه کاکړۍ او سيف الله کلا د سيمې په لور وړي دي .

 دى وايي چې تر اوسه پورې لا نه ده څرګنده شوې چې تښتوونکي به څوک وي.

 داوود خان زياتوي چې تر دې وړاندې هم په پښين کې درې ځله وسله والو د بېلابېلو موسسو کارکوونکي تښتولي وو چې مسوليت يې بيا پاکستاني طالبانو په غاړه اخيستى وو او د پيسو په بدل کې يې را خوشي کړي وو .

 د يادونې وړده ، چې څه موده وړاندې په بلوچستان کې د سويس هېواد دوه تنه اوسېدونکي تښتول شوي وو چې مسوليت يې بيا پاکستاني طالبانو منلى وو .