ژبه

د محلي پوليسو فعاليتونه وارزول شول

حکمت

۴ مرغومی ۱۳۹۰ - ۲۰:۱۸

Views: ۸۰

کابل(پژواک٤مرغومى٩٠): په افغانستان کې د عمومي حالاتو او د تخار، بغلان او کندز په ولایتونوکې د محلي پولیسو د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.

دولسمشرله مطبوعاتي دفترڅخه د مرغومي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوى خبرپاڼه کې راغلى، چې نن له غرمي وروسته د ولسمشرۍ په ماڼې کې د امنيت شورا په غونډه کې د هيواد موجوه حالات وارزول شول.

 په خبرپاڼه زياته وي، چې په دغه غونډه کې چې د ولسمشر مرستیالانو، د ملي دفاع، کورنیو چارو، بهرنیوچارو، مالیې او د نیشه یي توکو پرخلاف د مبارزې وزیرانو، د ملي امنیت لوی ريیس، لوی درستیز او د سیمه يیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ريیس ګډون کړی و، د هېواد د عمومي حالت او د تخار، بغلان او کندز په ولایتونوکې د محلي پولیسو د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.

سرچينه کاږي ، چې د غونډې په ترڅ کې د کورنیو چارو وزیر ستر پاسوال بسم الله محمدي د فاریاب، جوزجان، سرپل او لغمان په ولایتونوکې د (سي آی پي) یا د مهمو تاسیساتو د ساتنې د محلي تشکیلاتو د فعالیت په باب د ملي امنیت شورا غونډې ته معلومات وړاندې کړل.

همدا راز، د کورنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام وویل: د (سي آی پي) یا د مهمو تاسیساتو د ساتنې د محلي تشکیلاتو د فعالیتونو د څرنګوالي  په باب په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له لوی قوماندان جنرال الن سره خبرې شوي او د ( سي آی پي) فعالیتونه درول شوي دي.

خبرپاڼه زياته وي چې د ( سي آی پي) یا د مهمو تاسیساتو د ساتنې محلي تشکیلات په دې وروستیوکې د ناټو ځواکونو لخوا په خپل سر د فاریاب، جوزجان، سرپل او لغمان په ولایتونوکې جوړ شوي و، چې دهغوی فعالیتونه د سیمې د خلکو د نا رضایتۍ  سبب شول.

په همدې ډول په دغه غونډه کې د عامه ساتنې د پولیسو د مشر د ټاکل کیدو په خاطر د کورنیو چارو د وزارت لخوا شوی وړاندیز تصویب شو.