ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کوېټه کې د ځانمرګي بريد له امله ١٥ تنه ووژل شول

په کوېټه کې د ځانمرګي بريد له امله ١٥ تنه ووژل شول

author avatar
31 Dec 2011 - 08:34
په کوېټه کې د ځانمرګي بريد له امله ١٥ تنه ووژل شول
author avatar
31 Dec 2011 - 08:34

کويټه ( پژواک ١٠ مرغومى ٩٠ ) : د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکزي ښار کويټه کې تېر ماښام ناوخته د يوه پخواني وزير کور ته څېرمه ځانمرګى بريد وشو، چې  له امله يې ١٥ تنه وژل شوي وي.

 

په وژلو شويو او ژوبلو شويو کسانو کې ماشومان هم شامل دي .

 

چاودنه تېر ماښام ناوخته د کويټې په ارباب کرم خان سړک د پاکستان د يو پخواني وزير نصير مېنګل د زوى شفيق مېنګل کور ته څېرمه په يو موټر کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکيو توکو د چاودېدو له امله شوې ده.

 

د پېښې په ځاى کې يو تن عيني شاهد سميع الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه په المشرق کالونۍ کې د ولاړو موټرو په مېنځ کې په يو موټر کې شوې ده .

 

هغه زياته کړه چې تر چاودنې سم دستي وروسته د پېښې په ځاى کې ډزې هم پيل شوې چې تر ډېره يې دوام وکړ.

 

دى وايي چې په چاودنه او ډزو کې پنځلس تنه وژل شوي او پېنځه ويشت نور ټپيان دي.

 

د کويټې د پوليسو يو تن مشر احسن محبوب هم له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال پېښه د موټر بم چاودنه وبلله .

دى وايي تر اوسه پورې په پېښه کې پنځلس تنه وژل شوي او شل نور ژوبل د ي.

 

د محبوب په خبره دا لا څرګنده نه ده چې په چاودېدونکيو توکو بار موټر څنګه تر دغه ځاى راوستل شوى وو .

 

ده وويل : (( موږ پلټنې کوو ، چې مالومه کړو په موټر کې ځانمرګى بريد کوونکى هم سپور وو او که يواځې موټر بم چاودونه وه . ))

 

دده په خبره په ټپي شويو کسانو کې د يوې شخصي ټلويزيوني شبکې يو تن کامره مېن هم شامل د ى.

 

د کويټې د ملکي روغتون ډاکټرانو رسنيو ته ويلي دي چې په ټپيانو کې د څو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او کېداى شي د مړو په شمېره کې زياتوالى راشي.

 

د بلوڅو د ازادۍ ځواک ( بلوچ ليبريشن آرمى) ددې بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.

 

له څه مودې په ارام تېرولو وروسته دا په کويټه کې تر ټولو غټه چاودنه ده چې درنه مرګ ژوبله اړوي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.