ژبه

ولسمشر کرزي د کندهار ځانمرګى بريد وغانده

حکمت

۱۳ مرغومی ۱۳۹۰ - ۱۹:۲۷

Views: ۸۹

کابل (پژواک ١٣ مرغومى ٩٠): ولسمشر حامد کرزي په کندهار کې نننى ځانمرګى بريد وغانده.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې څرګند شوى، چې د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه د مرغومي په ١٣مه، رالېږل شوې ده.

سرچينه کاږي، چې حامد کرزي د دغه بريد د غندنې پرمهال ويلي: ((تروريستانو د کندهار په ښار کې پر هغو کسانو په بې رحمۍ سره بريد وکړ، چې د خپلې اړتيا وړ توکو په راکړه ورکړه بوخت وو.))

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر د وژل شويو کسانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او ټپيانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتيا هيله کوي.

د يادونې وړ ده، چې د کندهار ښار په ځانمرګي بريد کې د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ١٦ نور، چې پوليس او ملکي وګړي دي، ټپيان شوي دي.