قلعه نو (پژواک ٢٠ مرغومى ٩٠): د بادغيس لپاره د طالبانو د نومول شوي والي خور، چې غوښتل يې د دغه ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين ځاى پر ځاى کړي، د خپل ماين ښکار شوه.
د بادغيس امنيه قوماندان سمونوال محمدجبار صالح نن (د مرغومي ٢٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېر ماښام د بالامرغاب ولسوالۍ د پنيرک په سيمه کې رامنځته شوه.
د هغه په وينا، د بادغيس لپاره د طالبانو د وژل شوي والي (ملادستګير) خورغوښتل څو د پنيرک- ولسوالۍ د مرکز پر سړک ماينونه خښ کړي، چې خپل ماين پرې چاودېدلى او وژل شوې ده.
صالح زياته کړه، چې په دې چاودنه کې خلکو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د پنيرک په سيمه کې يوه قومي مشر حاجي امين الحق پژواک ته وويل: ((د ملا دستګير ٦٥کلنه خور د خپل ورور د انتقام اخيستلو په موخه غوښتل، څو پر سړک کې ماينونه ځاى پرځاى کړي.))
د هغه په وينا، په ١٣٨٩کال کې د ملا دستګير د وژلو پر مهال د هغه خور ويلي و، چې د خپل ورور غچ به له امنيتي ځواکونو څخه واخلي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې دوه ماين خښوونکي د خپل ماين ښکار شول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن