قلعه نو (پژواک ١١ سلواغه ٩٠): د بادغيس د مرکز قلعه نو ښار او د دې ولايت د ابکمري ولسوالۍ د امنيتي مسووليتونو لېږد، نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شو.
په دې مراسمو کې چې د بادغيس په مرکز کې پر لاره اچول شوي وو، د امنيتي مسووليتونو د لېږد کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي، د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو مرستيالانو، د ظفر ٢٠٧ قول اردو قوماندان، د بادغيس والي دلبر جان ارمان او د دې ولايت يو شمېر مخورو هم ګډون کړى وو.
په دې مراسمو کې د بادغيس والي وويل، چې تر دې مخکې په مرکز کې بهرني ځواکونو شتون درلود؛ خو په ابکمري ولسوالۍ کې يې هېڅ فزيکي شتون نه درلود او د دې دوو سيمو امنيت پوليسو ساته.
ارمان زياته کړه، چې پوليس د سيمې د اوسېدونکو په مرسته چمتو دي، څو د بهرنيو ځواکونو له شتون پرته امنيت وساتي.
د بادغيس والي وزګارتيا، روغتيايي او پوهنيزو خدمتونو ته نه لاسرسى، د مرکز او ولسواليو تر منځ د ارتباطي لارو نه شتون او د چارواکو له خبرتيا پرته له مرکز څخه د کارکوونکو ګومارل، په دې ولايت کې شته ستونزې وښودلې.
د بادغيس امنيه قوماندان سمونوال محمد جبار صالح له پژواک سره په مرکه کې وويل، چې دا بهير به د خلکو په همکارۍ لا بريالى شي.
د هغه په وينا، هغوى د امنيت د ساتنې توان لري؛ خو ډېرو اکمالاتو او تجهيزاتو ته اړتيا لري.
د امنيتي مسووليتونو د لېږد د کمېسيون مسوول اشرف غني احمدزي، د بادغيس د امنيتي ځواکونو د کړنو د ستاينې ترڅنګ وويل، چې دا پروسه به د نورو ولايتونو په څېر په بادغيس کې هم په بريالۍ توګه پرمخ ولاړه شي.
نوموړي له خلکو څخه وغوښتل، څو له امنيتي ځواکونو سره د خپلو سيمو د امنيت په ساتنه کې مرسته وکړي.
احمدزي د امنيتي مسووليتونو له لېږد څخه وروسته، د امنيتي ځواکونو د اکمالاتو په اړه څرګنده کړه، چې دا کار به په نږدې راتلونکي کې د اړوندو وزارتونو له لوري ترسره شي.
د بادغيس د امنيتي مسووليتونو د لېږد مراسم د اشرف غني احمدزى له لوري د ولسوالۍ او زون مسوولينو ته د افغانستان د بيرغ په سپارلو سره پاى ته ورسېدل.
د امنيتي مسووليتونو د لېږد دويم پړاو د ليندۍ په لسمه، د سياه ګرد او شينواريو له ولسواليو پرته په پروان ولايت کې پيل او وروسته بيا په ډايکندي، پروان، سمنګان ولايتونو او د هلمند، بلخ، نيمروز ولايتونو په ځينو ولسواليو او د ننګرهار، چغچران، شبرغان، فيض اباد، غزني او ميدان ښار په ښارونو کې ترسره شو.
د يادونې وړ ده، چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد لومړى پړاو د روان کال د چنګاښ په ٢٦مه، د باميانو له ولايت څخه پيل او په پنجشېر ولايت او له سروبي ولسوالۍ پرته په کابل او مهترلام، لښکرګاه، هرات او مزارشريف ښارونو کې ترسره شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP