کابل ( پژواک ٢١ دلو ٩٠ ) : ولسمشرحامدکرزي د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو هوايي بمبار په کلکه وغانده او د پېښې د څېړنې په موخه يې يوه پلاوي ته دنده وسپارله.
د سلواغې په ١٩مه د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ د ګياوه بالا په کلي کې د بهرنيو ځواکونو په بمبارۍ کې اته ماشومان ووژل شول.
د جمهوري رياست په هغه خبرپاڼه کې، چې يوه کاپي يې پژواک ته رالېږل شوې، راغلي، چې ددې پېښې د څېړلو په موخه ولسمشرحامد کرزي د خپل مشاور محمد ظاهر ساپي په مشرۍ يو پلاوى ټاکلى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پلاوي کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې يو شمېر غړي او د د فاع او کورنيو چارو وزارتونو، ملي امنيت د سيمه ييزو ارګانونو ، د چارو ادارې او وزيرانو شورا د دارالانشاء استازي شامل دي او ورته دنده سپارل شوې، څو د پېښې څېړنه وکړي او خپل راپور د جمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي ، چې حامد کرزي د کاپيسا له والي سره د ټېلېفون له لارې د يادې پېښې په اړه خبرې کړي او همدارنګه د قربانيانو له کورنيو سره يې په داسې حال کې خبرې کړي او خپله غمرازي يې ور سره شريکه کړې ده، چې هغوى د خپلو قربانيانو د جنازې په مراسمو کې بوخت وو.