جلال اباد ( پژواک ٧ کب ٩٠ ) : د ننګرهار چارواکي وايي ، چې د ايساف په هوايي بريد کې څلور ماين خښوونکي وژل شوي دي.
ددې ولايت د پچير اګام ولسوال عزيز الله شينواري د کب په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د ولسوالۍ د بر صبر په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه ، چې بهرنيو ځواکونو له هوا څخه په دې سيمه کې ماين خښوونکي کشف او بيا يې پرې هوايي بريد وکړ.
د ولسوال په وينا، په دې بريد کې څلور ماين خښوونکي وژل شوي او مړي يې هم په سيمه کې پاتې شوي دي.
په ختيځـو ولايتونو کې د ايساف مطبوعاتي دفتر هم پژواک اژانس ته ياده شوې پېښه تاييد کړه.
سرچينې زياته کړه ، چې دوى د کره معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته دغه ماين خښوونکي په نښه کړي او وژلي يې دي.
د شعيب په نامه د سيمې يوتن اوسېدونکي هم وويل چې ايساف بيګا شپه په دې سيمه کې عمليات ترسره کړي ، خو نور معلومات يې نه درلودل.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن