ژبه

لاهور کې د افغانستان د صنايعو او خوړو نندارتون پرانيستل شو

قيصر يوسفزى

۱۲ وری ۱۳۹۱ - ۱۹:۵۱

Views: ۶۹

اسلام اباد (پژواک ١٢ ورى ٩١): په پاکستان کې د افغانستان د صنايعواو خوړو څلور ورځنى کلتوري نندارتون پرانيستل شو.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له خوا د وري په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د پاکستان د پنجاب ايالت په لاهور ښار کې د روان لمريز کال د مارچ په ۳۰مه، په اواري هوټل کې د افغانستان د سفارت په مرسته څلور ورځنى د افغاني صنايعو او خوړو ننداتون پرانيستل شو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې د افغاني اشپزانو له خوا بېلا بېل چمتو شوي خواړه د ګډونوالو د خوښۍ وړ وګرځېدل.

همداراز د افغان ولسي موسيقي د غږولو ترڅنګ، د افغانستان لاسي صنايع او قالينې هم نندارې ته وړاندې شوې.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت کلتوري استازي زردشت شمس پژواک ته وويل، د ياد نندارتون له پرانيستې څخه يې موخه داده، چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ کلتوري اړيکو ته لا پراختيا ورکول شي او افغانۍ کلتور خلکو ته وپېژندل شي.

 نوموړي زياته کړه، چې دغه نندارتون به د روان لمريز کال د اپريل مياشتۍ تر ٢مې نېټې پورې دوام وکړي.