ژبه

د اسراییل، ایران او حزب‌الله بریدونه؛ ټرمپ یې د درېدو غوښتنه کوي

زرغونه صالحی

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۸:۳۴

Views: ۶

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵): اسراییل پر بېروت او ورپسې ایران او حزب‌الله پر اسراییل بریدونه کړي؛ ټرمپ وایي، له نتنیاهو به وغواړي چې غبرګون ونه‌ښيي او له تهران یې غوښتي چې د خبرو مېز ته راوګرځي.

د راپورونو له مخې، اسراییل له لبنان سره په اوربند سربېره، تېره ورځ پر بېروت هوايي بریدونه کړي دي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ایران هم د اسراییل د یادو بریدونو په غبرګون کې پر اسراییل توغندیز بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، حزب‌الله هم د ایران له بریدونو سره هم‌مهاله د اسراییل په لور توغندي توغولي دي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره به خبرې وکړي او له هغه به وغواړي چې د ایران بریدونو ته غبرګون ونه‌ښيي.

ټرمپ له فاکس‌نیوز سره په خبرو کې ویلي، د ایران دغه بریدونه پر مذاکراتو منفي اغېز کوي او له تهران یې غوښتي چې بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تر دې مخکې د ایران پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی و او د مذاکراتو د ناکامېدو په صورت کې یې د سختو پایلو خبرداری ورکړی و، خو اوس له اسراییل څخه د زغم او له تهران څخه د مذاکراتو د بیا پیل غوښتنه کوي.