کوېټه (پژواک ١٢ غويى ٩١): د بلوچستان ايالت په مرکزي ښار کوېټه کې نن تر غرمې وروسته بمي چاودنه شوې ده، چې له امله يې د لومړنيو راپورونو له مخې، دوه تنه وژل شوي او دولس نور ټپيان دي.
چاودنه نن (د غويي ١٢مه) د دوو بجو په شاوخوا کې د کوېټې په سرياب سړک د سرحدي پوليسو پر موټر شوې ده.
چارواکي وايي، چې د پېښې په قربانيانو کې د پاکستان د ايف سي (سرحدي پوليسو) غړي هم شامل دي.
د سرياب سړک د پوليسو يوه افسر محمدرياض پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لومړنيو ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، چاودنه په يوه ريکشه کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکو د چاودېدو له امله شوې ده.
دى وايي، په پېښه کې تراوسه پورې ټول دوه تنه وژل شوي او ١٢ نور ژوبل دي.
د ده په خبره، د پېښې په قربانيانو کې سرحدي پوليس هم شامل دي؛ خو د شمېرې په اړه يې خپله ناخبري وښوده.
په پېښه کې ټپي شوي کسان دا مهال د کوېټې ملکي او پوځي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د کوېټې د ملکي روغتون ډاکټرانو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې په وروړل شويو ټپيانو کې د څلورو تنو روغتيايي حالت نازک دى.
تراوسه پورې د پېښې مسووليت کومې ډلې نه دى منلى؛ خو تردې وړاندې د ورته بريدونو مسووليت د بلوڅو ځينو ملتپالو ډلو په غاړه اخيسته.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن