ژبه

په بلوچستان کې چاودنې څلور تنه وژلي او ٥٠ نور ټپيان دي

هجرت الله خروټی

۲۲ غبرګولی ۱۳۹۱ - ۱۳:۵۷

Views: ۹۵

کوېټه (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩١): د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د مسافرو په موټر کې چاودنه شوې، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او ٥٠ نور ټپيان دي.

چاودنه د بلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کې له کوېټې ښار څخه نوشکي سيمې ته په روان بس موټر کې شوې ده.

په سيمه کې د پوليسو مشر محبت خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه د مستونګ په درينګړ سيمه کې نن تر غرمې مخکې وشوه.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې تر اوسه څلور تنه وژل شوي او ٥٠ نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه، چې د پېښې ټپيان بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي ، خو ښايي وروسته د مړو په شمېر کې نور زياتوالی هم راشي.

ځينې رسنۍ چاودنه د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماين له امله بولي، خو چارواکو تر اوسه داسې څه نه دي ويلي.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت کومې ډلې نه دی منلی.

د يادونې ده، چې څلور ورځې وړاندې هم په کوېټه کې يوې مدرسې ته څېرمه د يوې چاودنې له امله ٥٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.