کوېټه (پژواک ٤ چنګاښ ٩١): ناپېژانده وسلوالو د بلوچستان ايالت په مرکز کوېټه کې پر يو دوکان بريد وکړ، چې له امله يې اته تنه وژل شوي او يو بل ټپي دی.
بريد تېره شپه د پاکستان د بلوچستان ايالت د کوېټې ښار په سرياب سړک د جامې مينځونکي (دهوبي) په دوکان شوی دی.
د پېښې په ځای کې د پوليسو يوه مشر سکندر ترين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بريد کوونکي په موټر سايکلونو د پېښې ځای ته راغلي او بيا يې د دهوبي د دوکان مخې ته په ولاړو خلکو بريد کړی دی.
دی وايي، چې په پېښه کې اته تنه وژل شوي او يو ژوبل دی.
د ترين په خبره وسلوال تر بريد وروسته په تېښته بريالي شوي، خو پوليسو يې د نيولو په موخه پلټنې پيل کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې وژل شوي او ټپي ټول د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت کومې ډلې نه ده منلی، خو تر دې مخکې به پر پنجابيانو د ورته بريدونو مسووليت د بلوڅو ځينو ملتپالو ډلو پر غاړه اخيست.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن