جلال اباد ( پژواک، ١١ زمرى ٩١): د لغمان د بادپښ يو شمېر قومي مشرانو له وسلوالو مخالفينو وغوښتل، چې يا دې د سولې له بهير سره يوځاى شي او يا دې هم د دوى ولسوالۍ پرېږدي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په ١١مه،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده غوښتنه د بادپښ قومي مشرانو نن د يوې غونډې په ترڅ کې د يوه پريکړه ليک په صادرولو سره وکړه.
نوموړي زياته کړه، چې په پرېکړه ليک کې راغلي، چې که مخالفين له ورانکارو کړنو څخه لاس وانخلي او د سولې له بهير سره يوځاى نه شي، نو د دغې ولسوالۍ خلک به يې پر ضد پاڅون وکړي.
د ځواک په وينا:((څه موده وړاندې يو شمېر وسلوالو غوښتل، چې له نغلو څخه ننګرهار او لغمان ته د لېږدېدونکې برېښنا پايې زيانمنې کړي، د همدغې ولسوالۍ اوسېدونکو په وسلواله نښته کې دغه پنځه تنه ووژل، چې يو يې پاکستانى و.))
نوموړي وويل، ولايتي اداره يې په بشپړه توګه د بادپښ د قومي مشرانو له هغې پرېکړې ننګه کوي، چې وسلوال مخالفين دې د سولې له بهير سره يوځاى شي او يا دې د دوى له سيمې څخه ووځي.
د غونډې له ګډونوالو څخه يوه قومي مشر ملک رحمان ګل پژواک ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ څلور لوى کلي له څو کلونو راهيسې په وينو لړل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((ولسونه يې له جګړو څخه تر پوزې راغلي او تر دې وروسته به د هغه چا وينې تويې کړي، چې د دوى وينې تويوي.))
د بادپښ يوه بل قومي مشر ملک نقيب الله وويل، چې بادپښ کې د وسلوالو مخالفينو شتون د دې لامل شوى، چې دا ولسوالۍ په اور او باروتو کې وسوځېږي.
نوموړي زياته کړه: ((د پاکستان غلامانو يې کلي په هديرو بدل کړي، نور به اجازه ورنه کړي، چې د دوى له سيمو وسلوال فعاليتونه ترسره کړي.))
نوموړي د دغې ولسوالۍ پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې له بهير سره دې همغږي شي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد، دغه ډول غونډې د دولتي لاسپوڅو غونډې بلي او جوړوونکي يې اربکيان او د ولايتي ادارې ملاتړي ګڼي.
نوموړي پژواک ته زياته کړه، چې د لغمان ولايتي اداره دې هغه پاڅون خلکو او رسنيو ته په سترګو وروښيي چې د دوى په وينا، د طالبانو پر ضد راپورته شوي وو.
د يادونې وړ ده، چې بادپښ يوه نوې منظوره شوې ولسوالۍ ده، چې کال وړاندې د مرکز مهترلام يوه ناارامه سيمه وه، چې تل به ترې د کابل – جلال اباد لويه لار تر تهديد لاندې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP