جلال اباد (پژواک ٢٥ وږى ٩١): د لغمان چارواکي وايي، چې تېره شپه د دغه ولايت په الينګار ولسوالۍ کې څو تنو وسلوالو د ولسوالۍ د ملي امنيت د مدير مرستيال وژلى او د نوموړي مېرمن يې ټپي کړې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژاسن ته وويل، چې تېره شپه څو تنه وسلوال د مېلمنو په بڼه د يادې ولسوالۍ د ملي امنيت د مدير د مرستيال سيد پاچا کور ته ورغلي وو.
هغه زياته کړه، کله چې د ملي امنيت مرستيال دغو وسلوالو ته د کور دروازه خلاصه کړې، هغوي پرې ډزې کړې دي.
د ځواک په وينا، په دغه بريد کې د ملي امنيت مرستيال وژل شوى او مېرمن يې ټپي ده، چې د مهترلام روغتون ته وړل شوې ده.
د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالطيف قيومي پژواک اژانس ته وويل، چې د سيد پاچا مېرمن يې په مهترلام روغتون کې له لومړنۍ درملنې وروسته د جلال اباد روغتون ته لېږدولې او روغتيايي حالت يې ښه وښود.
د نوموړي د وژنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP