کویټه ( پژواک ۲۱ مرغومی ۹۱ ) د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې دیوې چاودنې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا چاودنه د مرغومي په ۲۱مه، مازیګر مهال د کویټې ښار د باچا خان په چوک یا څلور لاري کې د ملیشه ځواکونو یوې پوستې ته څیرمه شوې ده.
په کویټه کې یوه دولتي چارواکي زبیر محمود پيښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې په دې چاودنه کې د وروستیو معلوماتو له مخې ۱۱ تنه وژل شوي او تر ۴۰ زیات ټپیان دی.
نوموړي زیاته کړه چې د چاودنې پر مهال ملکي وګړي او امنیتي ځواکونو هم په سیمه کې شتون درلود او تر اوسه کره معلومات نشته، چې په مړو او ټپیانو کې څوک دي.
د هغه په وینا، په دې چاودنه کې ګڼ شمیر موټر، کورونو او دونوکانونو ته هم زیان اوښتی دي.
نوموړی وایي چې په دې پيښه کې تر ۲۵ کیلو ګرامه پورې چاودیدونکي توکي کارول شوي.
دیادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په کویټه کې چاودنې، ځانمرګي بریدونه او د ترور پيښې رامنځته شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن