ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنیټا : په کافي اندازه پوځونه  دافغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو پورې ساتو

پنیټا : په کافي اندازه پوځونه دافغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو پورې ساتو

author avatar
22 Feb 2013 - 20:41
پنیټا : په کافي اندازه پوځونه  دافغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو پورې ساتو
author avatar
22 Feb 2013 - 20:41

بروکسل ( پژواک ۴ کب ۹۱ ) : امریکا وایي په کافي اندازه به خپل پوځونه  دافغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو پورې وساتي، تر څو د افغان ځواکونو تر څنګ وکړای شی د انتخاباتو امينت وساتي.

 

 د امريکا د دفاع وزيرلیون پنیټا د کب په ۴مه، په بروکسل کې دناټو ددفاع وزیرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې  دافغانستان د امنيت لپاره۳۵۲ زره افغان ځواکونه کفايت کوي او دا به کانګرس ته وړاندیز وکړي چې ددوی مالي ملاتړ وکړي  .

 

هغه زیاته کړه چې هیواد یې غواړي په راتلونکي پسرلي کې چې په افغانستان کې جګړې تودیږي، خپل  ۶۰ زره سرتیري په افغانستان کې وساتي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر بارک اوباما اعلان کړ، چې د ۲۰۱۳ کال تر پایه پورې به خبل ۳۴ زره سرتیري له افغانستان څخه  اوباسي.

 

لیون پنیټا دافغان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو دامنیت په اړه وویل چې امريکا به په کافی اندازه خپل فوځونه د انتخاباتو پورې وساتي  تر څو د افغان ځواکونو تر څنګ وکړای شی د انتخاباتو امينت وساتي.

 

نوموړي زیاته کړه چې دافغان ټاکنو پر مهال په ۳۴ زره پیاوړي امریکایي ځواک په افغانستبان کې وشتون ولري اودامنیت په ټینګولو کې به مرسته کوي.

 

دامریکا ددفاع وزیر وویل چې د ۲۰۱۴ کال نه وروسته به د ناټو ماموريت د کابل پوری محدود نه وي او بهرنی ځواکونه به په شمال ، جنوب ، شرق او غرب کې هم ميشت وي .

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.