ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بادغيس کې يوه سړي خپله ښځه په تبر وژلې ده

په بادغيس کې يوه سړي خپله ښځه په تبر وژلې ده

author avatar
17 Dec 2013 - 16:55
په بادغيس کې يوه سړي خپله ښځه په تبر وژلې ده
author avatar
17 Dec 2013 - 16:55

هرات ښار ( پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٢ ) : د بادغيس چارواکي وايي، چې ددې ولايت يوه اوسېدونکي خپله ښځه په تبر وهلې او وژلې ده.

ددې ولايت  د والي وياند ميروييس ميرزکوال دليندۍ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  دا پېښه په ابکمري ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ديادې ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي حبيب الله خپله ښځه د تبر په ګوزارونو سره وژلې ده.

ميرزکوال ددې پېښې لامل کورنى تاوتريخوالى ياد کړ او ويې ويل ،چې قاتل تښتېدلى ، خو دا چې سيمه نا امنه ده، پوليس يې تر اوسه په نيولو نه دي بريالي شوي .

د اصف په نامه دسيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل ، چې د حبيب الله په نامه دغه قاتل ٧٠ کاله عمر درلود او ښځه يې هم سپين سرې وه.

نوموړي ددې وژنې لامل اقتصادي ستونزې، فقر او کورنى تاوتريخوالى په ګوته کړ.

رحيمي له دولت څخه د قاتل د نيولو او د محاکمې غوښتنه وکړه.

ابکمري د بادغيس يوه له نږدې ولسواليو څخه ده ، چې د کال په پيل کې هم په صحرايي محکمه کې د سيمې خلکو يوه ځوانه نجلۍ له کوره د تېښتې په تور سنګسار کړې وه.

د هغې پېښې فتوا ورکونکی ملا اوس دولت سره بندي دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې په هرات ولايت کې يوه خاوند د خپلې ښځې شونډې او پزه پرې کړل.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.