چاريکار (پژواک، ١٢مرغومى٩٢): په کاپيسا کې د ملي اردو او وسله والو طالبانو د نښتې په ترڅ کې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپيسا د اله ساى ولسوالۍ د پراختيايي شورا رييس حاجي عارف د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر شاوخوا پر څلورو بجو د ملي اردو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.
ده زياته کړه، په دغې نښته کې يو ملکي وګړى وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، نښته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د اله ساى په بازار کې د ملي اردو سرتېري د يوه ماين په له منځه وړلو بوخت وو.
د کاپيسا والي محراب الدين ساپي، پژواک سره په خبرو کې ياده نښته او مرګ ژوبله تاييد کړه.
خو هغه وايي، تراوسه لا نه ده معلومه ، چې دغه کسان به د کوم لوري له خوا په نښه شوي وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP