منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۱ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

کاپيسا کې يو ملکي وګړى ووژل شو او درې ټپيان شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۱ کتنې

چاريکار (پژواک، ١٢مرغومى٩٢):  په کاپيسا کې د ملي اردو او وسله والو طالبانو د نښتې په ترڅ کې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاپيسا د اله ساى ولسوالۍ د پراختيايي شورا رييس حاجي عارف د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر شاوخوا پر څلورو بجو د ملي اردو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

ده زياته کړه، په دغې نښته کې يو ملکي وګړى وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، نښته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د اله ساى په بازار کې د ملي اردو سرتېري د يوه ماين په له منځه وړلو بوخت وو.

د کاپيسا والي محراب الدين ساپي، پژواک سره په خبرو کې ياده نښته او مرګ ژوبله تاييد کړه.

خو هغه وايي، تراوسه لا نه ده معلومه ، چې دغه کسان به د کوم لوري له خوا په نښه شوي وي.