کابل (پژواک، ٢٧سلواغه ٩٢ ): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د نوماندنو د خونديتوب او په دغه ولايت کې يې د ټاکنيزو سياليو د ترسره کېدو لپاره تدابير نيولي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو له دفتره د سلواغې په ٢٦ مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد په دې تړاو نن د دغه ولايت له امنيتي مسوولينو سره غونډه درلوده.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، نوموړي په دغې غونډه کې سپارښتنه وکړه، چې په دغه ولايت کې بايد د هر ډول ترهګريزو پېښو مخنيوى وشي او چاته اجازه ورنه کړل شي، چې د ننګرهار امنيت خراب کړي.
بل خوا د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو دفتر وايي، قوماندان فضل احمد شېرزاد په دغې غونډه کې امنيتي مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې په شپږو ولسواليو کې دې د ښه امنيت د راوستلو لپاره سيمه ييز پوليس رامنځ ته کړي.
سرچينه وايي، امنيتي مسوولينو ته سپارښتنه وشوه، چې دغه پوليس بايد د سيمه ييزو پوليسو د تشکيلاتو د طرزالعمل پر بنسټ جلب او جذب شي او د مسلکي زده کړو لپاره دې د پوليسو روزنيز مرکز ته ولېږل شي.
په خبرپاڼه کې د دغو شپږ ولسواليو نومونه نه دي ياد شوي، خو داسې اټکل کيږي، چې دغه سيمه ييز پوليس به د ننګرهار په لرو پرتو او نسبتا ناامنو ولسواليو کې رامنځ ته شي.
له بلې خوا د ياد ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې نن يې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د سه پاى ، للمې او کوډي په سيمو کې چاڼيز عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې يې د يوې موسسې دوه تنه تښتول شوي کارکوونکي د تښتوونکو له منګولو راخوشې شوي دي.
د فرمان الله او محمد فاروق په نومونو دغه دوه تنه د((نسپاک)) موسسې کارکوونکي دي، چې کابو يوه نيمه مياشت مخکې د تورخم – جلال اباد پر لار تښتول شوي وو.
د امنيه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه عمليات نن سهار اووه بجې پيل شول او تر دوه بجو يې دوام وکړ، چې په کې ملي پوليسو، ملي اردو، سرحدي پوليسو او د ملي امنيت سرتېرو برخه اخيستې وه.
سرچينه وايي، په دغو عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او يوه کلاشينکوف، درې تومانچې او دوه سر پوښ ټوپکونه هم په کې نيول شوي دي.