ژبه

پوليسو پکتيکا کې شپږ وسله وال وژلي

ښرنه (پژواک، ۱۵ورى۹۳): د پکتيکا چارواکي وايي، چې په سرحدي ولسوالۍ ګيان کې يې شپږ وسله وال وژلي او يوه اندازه وسلې او مهمات يې په خيرکوټ ولسوالۍ کې ترلاسه کړي دي.

په پکتیکا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دویمې لوا ویاند سیمع الله د وري په ۱۵ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا وسله وال تېره ورځ د ملي اردو په عملياتو کې وژل شوي دي.

سميع الله همداراز وويل  ،د ملي اردو سرتېرو يوه اندازه وسله هم کشف او ترلاسه کړې ده، چې دده په وينا، په دې نږدې ورځو کې له شمالي وزيرستان څخه راوړل شوې وه، ترڅو په افغانستان کې د ټاکنو د ګډوډولو په موخه ترې کار واخلي.

د پکتیکا امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل ترلاسه شوې وسلې اومهمات خبریالانو ته وښودل او ويې ويل چې سيمه ييزو پوليسو تېره شپه په خيرکوټ ولسوالۍ کې کشف او ضبط کړي دي.

ملاخېل وویل، چې ددې وسلو د پټنځاى په اړه پوليسو ته معلومات ور رسېدلي وو، چې په ژېري سيمه کې دي.

ده وويل ، چې په دې وسلو او مهمات کې د هاوان، راکټ او دوه اتيا ملي متري توپ، مرمۍ، دوه هاوانونه، کلاشینکوفونه او ځېنې نور شامل دي.

امنیه قوماندان وویل، چې د وسلو په پټنځاى کې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټونو هم ترلاسه شوي وو، چې په همغه ځاى کې ورته چاودنه ورکړل شوه او له منځه يوړل شول.

ده دا هم وويل چې د وسلو ساتونکى د پولسو په ډزو کې ټپي شوى.

ملاخېل يادونه وکړه، چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي، د سبا ورځې ټاکنو لپاره پوره امنیت وساتي او د مخالفینو له لوري یې د ګډوډولو مخه ونیسي.

ټاکل شوې ده، چې سبا ( د وري ١٦مه )د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنې په ټول هېواد کې ترسره شي.