کابل (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٣): د افغانستان د قومونو د پيوستون ټولنې ولسمشر حامد کرزي ته د هغه د غوره خدمتونو له امله ستاينليک ورکړ.
له ارګ څخه د غبرګولي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په هغو مراسمو کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې نيول شوي وو، د افغانستان د قومونو د پيوستون ټولنې رهبري پلاوي ګډون درلود.
سرچينې زياته کړې، چې د يادې ټولنې مشرانو په تېره يوه لسيزه کې د ولسمشر حامد کرزي خدمتونو ته د اشارې په ترڅ کې وويل ، چې دوى د افغانستان ابادي له صفر څخه پيل کړه او په تېره څه باندې يوه لسيزه کې يې افغانستان له سختو شرايطو د ثبات پر لور رهبري کړ.
وينا والو ولسمشر کرزی مخاطب کړ او ويې ويل: ((ستاسو د زعامت پر مهال په افغانستان کې ديموکراسي کلکه شوه او دغه هېواد د سترو لاس ته راوړنو خاوند شو. تاسو د بې طرفۍ په اختيارولو او انتخاباتو ته د زمينې په برابرولو سره دغه ملي بهير لا پياوړی کړ او ملي ګټې مو پر خپلو ګټو او کورنۍ مقدمې وبللې.))
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د قومونو د پيوستون د ټولني له ستاينليک څخه د مننې په ترڅ کې ويل ، دده لپاره د وياړ ځاى دى چې د افغانستان د خلکو له خوا ستايل کېږي.
هغه زياته کړه چې افغانستان يو ښکلی هېواد دی او د نړۍ په يوه ډېره حساسه سيمه کې موقعيت لري او د افغانستان ملت په اتحاد او اتفاق کې بې مثاله ملت دی.
ولسمشر په هېواد کې د ټاکنو بهير ته د اشارې په ترڅ کې وويل: (( زموږ انتخابات ملي دي ځکه چې د جمهوري رياست د دواړو مخکښو کانديدانو په ټاکنيزو ټيمونو کې د هېواد د بېلابېلو سيمو خلک شتون لري.))
نوموړي زياته کړه، چې افغانستان د لا ابادۍ او پرمختګ پر لور روان دی؛ ځکه چې د هېواد اختيار د هغه د خلکو په لاس کې دى، کله چې اختيار د خلکو په لاس کې وي، خلک د ځان لپاره غلطه لاره نه انتخابوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP