ژبه

امنيتي سرتېرو او د دولت وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پژواک خبري اژانس ډله

۲۳ چنګاښ ۱۳۹۳ - ۱۲:۰۲

۸۹ کتنې

هرات-ترينکوټ-ميدانښار (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٣): په اروزګان، هرات او ميدان وردګو کې د عملياتو او پېښو پر مهال درې امنيتي سرتېري او دوه وسله وال وژل شوي او يو طالب قوماندان نيول شوى دى.

د اروزګان د والي وياند وايي، چې تېر ماښام په هراوود ولسوالۍ کې چاودنې د ملي اردو دوه سرتېري ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل.

دوست محمدناياب پژواک خبري اژانس ته وويل، د ملي اردو دا سرتېري له خپلې پوستې د ولسوالۍ پر لوري روان و، چې په لاره کې پرې د ماين چاودنه وشوه.

په ورته مهال د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي پژواک ته وويل، چې نن سهار نږدې اوه بجې په شينډنډ ولسوالۍ کې يوې چاودنې يو پوليس وواژه او يو بل يې ټپي کړ.

احمدي وايي، دا پېښه د دې ولسوالۍ د خواجه رويا په سيمه کې تر پلچک لاندې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوې چې نور چا ته په کې زيان نه دى رسېدلى.

بلخوا د ميدان وردګو د والي وياند وايي، چې د ځينو عملياتو په ترڅ کې د يوه طالب قوماندان په ګډون دوه وسله وال وژل شوي، درې ټپيان دي او يو طالب قوماندان نيول شوى دى.

عطالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه په مرکز ميدان ښار، چک او سيداباد ولسواليو کې شوي، چې ولسي وګړو او سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خوږياڼي په خبره، د عملياتو په ترڅ کې نيول شوى طالب قوماندان عصمت نومېږي، چې په ډېرو وسله والو پېښو کې ښکيل دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې پېښو او عملياتو په تړاو څه نه دي ويلي.