ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : د هلمند د ترخه ناور سيمه کې  د وسله والو  خوځښتونه زيات شوي

چارواکي : د هلمند د ترخه ناور سيمه کې د وسله والو خوځښتونه زيات شوي

author avatar
19 Jul 2014 - 15:57
چارواکي : د هلمند د ترخه ناور سيمه کې  د وسله والو  خوځښتونه زيات شوي
author avatar
19 Jul 2014 - 15:57

لښکرګاه (پژواک ٢٨چنګاښ ۹۳): د هلمند د نادعلي، ناوې او مارجې ولسواليو تر منځ ګډه سيمه “ترخه ناور” کې د وسله والو د نفوذ له امله امنيتي ګواښونه ډېر شوي دي.

دا څرګندونې د مارجې ولسوال ډاکټر محمد شفیع سوله مل په لښکرګاه کې د چنګاښ په ٢٨مه، د يوې خبري غونډې پر مهال خبريالانو ته وکړې.

ولسوال وويل، له دې سره سره، چې په ياده سيمه کې څو ځله پوځي عمليات ترسره شوي، خو لا هم په کې وسله وال فعال دي او اوس  يې دغلته پټنځایونه جوړ کړي دي.

ده زياته کړه، که څه هم ترخه ناور سيمه له پخوا هم ناامنه وه، خو د شمالي ولسوالیو د جګړو له پیل سره سم په دې او د مارجې په سيستاني سيمو کې د وسله والو خوځښتونه ډېر شول. 

هغه وايي، حکومت بايد يو ځل بيا په دې سيمو کې پراخ عمليات پيل کړي، څو د وسله والو له نفوذه پاکې شي.

دغه راز د مارجې ولسوالۍ د سیفون سیمې یوه اوسېدونکي اهل الله پژواک ته وويل، چې وسله وال  د يادې ولسوالۍ په سيستاني سيمه کې وخت ناوخته خوځښتونه کوي.

د ده په وينا: ((داسې اورېدل کېږي، چې نن سبا دسیستاني او ترخه ناور په شاوخوا سیمو کې طالبان ډېر شوي دي. له دوى سره موټرسايکلونه وي او پر وسلو سمبال ګرځي.))

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت د نادعلي، مارجې او ناوې ولسوالیو په ګډه سیمه ترخه ناور کې  د وسله والو تازه خوځښتونه، نه ردوي.

همت وايي، وسله وال هڅه کوي، چې په يوه او بله سيمه کې افغان سرتېري بوخت وساتي او په شمالي ولسواليو کې جګړې ته دوام ورکړي؛ خو د ده په وينا، وسله وال هېڅ هم نه شي کولاى.

امنيه قوماندان وايي: ((زه خبر يم چې په ترخه ناور سيمه کې د وسله والو خوځښونه شته، موږ پر اوضاع برلاسي يو او دوى هېڅ نه شي کولاى.))

په ياده سيمه کې د وسله والو د نفوذ خبره په داسې حال کې کېږي، چې د هلمند په شمالي ولسواليو کې تر درې اونيو جګړو وروسته اوس وضعيت يو څه عادي حالت ته راغلى دى.

په دې ولسواليو کې طالبانو له امنيتي سرتېرو سره نښتې پيل کړې وې، چې له امله يې زيات شمېر ځايي وګړو او ښکېلو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند امنيه قوماندان وايي، اوس په دې ولسواليو کې جګړې پاى ته رسېدلي او د وسله والو د ځاى ځايګي بريدونو پر وړاندې چمتووالى لري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.