کابل (پژواک ٢١ زمرى ٩٣): د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت د سوېډن کمېټې په مالي همکارۍ د هېواد د پنځو زونونو د معلولينو لوبډلو تر منځ د کرکټ شل اووريزې سيالۍ پيل شوې.
دا سيالۍ نن (د زمري ٢١مه) د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د معلولو لوبغاړو له خوا په توپ اچونې او توپوهنې سره پيل شوې.
په دغو مراسمو کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معلولينو او معيوبينو لوى رييس عزيزاحمد رسا، سلاکار وزير او د کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد، د سوېډن کمېټې استازو او د زونونو لوبـډلو برخه اخيستې وه.
شهزاده مسعود د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د دې ډول سياليو پر لاره اچول يو اغېزمن ګام وباله.
هغه زياته کړه، چې له همدې سياليو به د معلوليت لرونکو وګړو ملي لوبډلې لپاره غوره لوبغاړي ټاکي او په راتلونکي کې به هم ورته پرمختيايي پروګرامونه په لاره اچوي.
مسعود د سوېډن له کمېټې مننه وکړه چې د دغو سياليو په پانګونه کې يې له دوى سره مرسته کړې ده.
د شهيدانو او معلولينو چارو رييس رسا د کرکټ بورډ له ادارې مننه وکړه او زياته يې کړه چې دوی به تل د کرکټ بورډ له دې ډول ګټورو فعاليتونو ملاتړ کوي .
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس د دغو سياليو پر معنوي ارزښت خبرې وکړې.
نوموړي زياته کړه: ((معلوليت لرونکي وګړي زموږ د ټولنې فعال وګړي دي. موږ د دوی ټولو حقونو ته درناوی کوو او دوی د ټولنې ټولو غړو په څېر په ټولو ټولنيزو، اقتصادي، سياسي، کلتوري او فرهنګي برخو کې د ګډون پوره حق لري.))
د دغو سياليو مسوول ډاکتر عبدالمنان پژواک اژانس ته وويل چې په دغو سياليو کې د سپين غر، بست، مس عينک، بند امير او لمو زونونو پنځه لوبډلې برخه اخلي.
هغه زياته کړه، چې د دغو سياليو د پيل او پاى لوبې د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي او نورې لوبې د زرملوال په کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
د نوموړي په وينا، دا سيالۍ به اوه ورځې دوام وکړي او هره ورځ به دوه لوبې ترسره کېږي .
ډاکټر منان وويل چې د سياليو په پاى کې به له غوره لوبغاړو ملي لوبـډله جوړېږي، چې بيا به په پاکستان کې د معلولينو په اسيايي سياليو کې ګډون کوي.
د سپين غر زون لوبډل مشر جليل احمد له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چې د دوى لپاره يې د سياليو زمينه برابره کړه.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته بايد د کرکت اکاډمۍ جوړې او روزنيز پروګرامونه په لاره ورته واچول شي.