غزني-پل علم-کلات (پژواک ١٦وږى ٩٣):چارواکي وايي چې په لوګر، غزني او زابل ولايتونو کې د پېښو پر مهال دوه ملکي وګړي، درې پوليس او ٢٤ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د لوګر ولايت د بره کي برک ولسوال محمدرحيم امين پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار په دې ولسوالۍ کې د هاوان د لګېدو له امله دوه مېرمنې وژل شوې دي.
ولسوال وايي چې ياد هاوان د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوى او د چلتن سيمې پر يوه کور لګېدلى دى.
د لوګر ولايت د ښځو چارو رييسه شيما زرګر پر دې پېښې خواشني ښودلې او له ښکېلو غاړو يې غوښتي چې د ملکي تلفاتو په ځانګړي ډول د مېرمنو د مرګ ژوبلې مخنيوى وکړي.
هغې وويل چې په دې وروستيو کې د ځوابي ډزو، د سړک غاړې ماين چاودنو او نورو پېښو په ترڅ کې مېرمنو ته هم مرګ ژوبلې اوړي.
بلخوا د غزني امنيتې چارواکي وايي چې په ځينو نښتو کې درې پوليس او نهه وسله وال وژل شوي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو نن سهار د اندړو ولسوالۍ اړوند د اوګرې په سيمه کې له وسله والو سره نښته کړې ده.
امنيه قوماندان وايي چې په دې نښته کې درې پوليس او اوه وسله وال طالبان وژل شوي او د وسله والو مړي لا هم په سيمه کې پاتې دي.
زاهد وايي چې تېره شپه د غزني ښار د منګور په سيمه کې د ورته نښتې په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهدپژواک ته وويل چې د اوګرې په جګړه کې يې د پوليسو ديوه قوماندان په ګډون اوه سرتېري وژلي دي.
مجاهد په دې نښته کې د خپلو دوو وسله والو د وژل کېدو او دريو نورو د ټپي کېدو پخلى وکړ.
بلخوا د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په بېلابېلو پېښو کې ١٥ وسله وال وژل او د ملي اردو يو سرتېرى ټپي شوى دى.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي پژواک اژانس ته وويل چې پوليسو تېره شپه په شاه جوى ولسوالۍ کې درې ماين خښوونکي وژلي دي.
فراهي وويل چې دغو کسانو غوښتل د چينو په سيمه کې پر لاره ماينونه خښ کړي چې سيمه ييزو پوليسو پر بريد وکړ او ويې وژل.
دى وايي، بلخوا تېره ورځ د ميزانې ولسوالۍ د مرياڼو او ارغنداب ولسوالۍ ټکتو په سيمو کې امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال ١٢وسله وال وژلي او د ملي اردو يو سرتېرى ټپي دى
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې شاه جوۍ کې دجګړې پر مهال وژل شوي کسان ملکي وګړي دي، د ميزانې او ارغنداب په جګړو کې يې ١٧ سرتېري وژلي دي.