ژبه

ځينې سلفر لرونکې ساحې د وسله والو په ولکه کې دي

مسعوده سیفی

۳۰ وږی ۱۳۹۳ - ۱۱:۵۲

۱۶۱ کتنې

کابل (پژواک ٣٠ وږى ٩٣): د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي، د سلفر ځيني کانونه چې د چاودونکو توکو په جوړښت کې يوه کيمياوي او اساسي ماده بلل کېږي، په نا امنه ساحه او د دولت د وسله والو مخالفينو په ولکه کې دى.

د کانونو چارو د متخصصانو په خبره، له سلفرڅخه د پوتاشيم نايټرېټ (Potassium nitrate) په شتون کې په ډېره ساده بڼه د چاودونکو توکو لپاره کار اخيستل کېږي او په دې برخه کې ډېر مهارت ته اړتيا نشته.

د کانونو چارو کارپوه ابراهيم جعفري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ماده په بېلابېلو صنايعو کې کارېږي او اسيد سلفوريک ((Acid sulfuric ورڅخه جوړېږي، چې په ځينو طبيعي غبرګونونو، په اکثره کيمياوي صنايعو، د رنګ جوړولو صنعت او همدارنګه د کاني توکو په چاڼ او پروسس کې کارېږي او د سلفر تيزاب ښه حل کوونکې ماده ده.

د هغه په خبره، سلفر همدرانګه د چاودونکو توکو (باروتو) په جوړولو کې هم کارېږي چې زيات تخصص ته اړتيا نه لري، ځکه چې کار يې ډېر دوديز او له پخوانو زمانو څخه دود دى.

جعفري وويل: ((د باروتو د توليد لپاره سلفر د سکرو له پوډرو او پوتاشيم نايټريټ سره ګډوي او په نتيجه کې يې چاودونکي توکي جوړېږي.))

د جيولوجي او کانونو د دغه متخصص له نظره د سلفر استخراج اسانه کار دى او په ډېرو لومړنيو وسايلو لکه بېل او ګلنګ سره لاسته راځي.

خو د کاني چارو يوه بل متخصص دوکتور عتيق الله صديقي وويل، چې سلفر ډېره تخريبوونکې ماده نه ده او يواځې د باروتو د سون لپاره کارېږي، خو د پوتاشيم نايټريټ شتون يې قوي کوي.

په کابل پوهنتون کې د ساينس پوهنځي رييس او د کيميا استاد محمد عارف تڼيوال وويل چې سلفر د غير فلزي عناصرو له ډلې دي، چې سمبول يې S او اټومي وزن يې ١٦ دى، په طبيعت کې په جامده بڼه موندل کېږي او ژېړ رنګ لري.

د هغه په خبره، د سلفر کانونه د ځمکې په مخ موندل کېږي او حد اکثر له ١٥٠ څخه تر ٢٠٠ مترو پورې ژوروالى لري.

د کيميا علم د دغه متخصص په وينا، د ځمکې سطحې ته د سلفرو د ځينو کانونو نږدې والي د دغه کاني مادې د استخراج زمينه په اسانه مساعده کړې ده.

نوموړي وويل چې سلفر له پوتاشيم نايټريت او د کاربن له پوډرو سره د چاودونکو توکو جوړولو لپاره په ډېره اسانه کارېږي او په ځينو کې د دولت د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې ساحو کې د سلفر د کانونو شتون د اندېښنې وړ دى.

د تڼيوال په خبره، د دولت وسله وال مخالفين له سلفر څخه د دولت پر ضد کار اخلي.

خو د افغانستان د علومو اکاډمۍ مرستيال او د کانونو د برخې متخصص سرڅېړونکى دوکتور نجم الدين وويل چې سلفر يو غوره عنصر دى، چې زهري توکي لري او ورڅخه د حشرو د وژنې په برخه کې کار اخيستل کېږي.

د هغه په خبره، له نايټريټ لرونکي کيمياوي سرې څخه هم د چاودونکو توکو په جوړولو کې کار اخيستل کېږي. چې تر ډېره ترې د دولت وسله وال مخالفين د پلونو د ړنګولو او د ساحو په نا امنۍ کې کار اخلي.

ترين په ورته وخت کې ټينګار وکړ چې د سلفر استخراج څه اسانه کار نه دى او ماشين الاتو ته اړتيا لري.

د کانونو وزارت او د کانونو کار پوهان وايي چې په بدخشان او جوزجان ولايتونو کې د سلفر د کانونو نښې د بلخ د البرز غرونو په اوږدو، د ننګرهار په سره رود، سمنګانو، باميان او د پروان ولايت په لولنج دره کې ليدل شوې دي.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند محمدرفيع رفيق صديقي وويل چې تر اوسه له دغو کانونو يې يو هم نه دى استخراج شوى او زېرمه يې هم نه ده تثبيت شوې.

د کانونو او پتروليم وزارت وياند څرګنده کړه چې د کانونو د رده بندۍ پر بنسټ د کانونو او پټروليم وزارت په پاليسۍ کې د افغانستان د سلفر کانونه په درېيمه درجه يانې کوچنيو کانونو کې راځي.

هغه زياته کړه: ((زموږ لومړيتوب د کانونو په حوزه کې د کانونو وزارت له ستراتيژۍ او پاليسۍ سره سم تدوين شوى، چې لوى، منځني او کوچني کانونه په کې راځي او په همدې سبب د سلفر حوزې زېرمې تر اوسه نه دې سنجول شوې.))

د صديقي په خبره، د سلفرو د تثبيت په اړه لومړني کارونه پيل شوي او ځينو شرکتونو يې د استخراج په برخه کې هم لېوالتيا ښکاره کړې، خو تر اوسه دغه مسئله نه ده وروستۍ شوې.

د کانونو او پتروليم وزارت وياند وويل: ((په هېواد کې د شته سلفرو اټکليزه اندازه په هغې کچه ده چې وکولى شي د افغانستان اړتياوې له دې برخې پوره کړو او حتى موږ کولى شو چې نورو هېوادونو ته يې هم صادر کړو.))

د باميانو ولايت د کانونو رييس انجنير امين الله لعلي پژواک ته وويل: ((هغه مطالعې چې موږ په باميانو ولايت کې کړې دي، څرګندوي چې په دغه ولايت کې د سلفر منرال د دغه ولايت د سيغان ولسوالۍ په يخشي ګنبد سيمه او يکاولنګ ولسوالۍ کې شته دي.))

هغه زياته کړه: ((موږ لومړنۍ مطالعې کړې دي، کان تفحص او اکتشاف ته اړتيا لري، په دغو برخو کې د سلفرو سلنه زياته ده او د پانګونې ارزښت لري.))

لعلي ټينګار وکړ چې په يادو سيمو کې امنيت شته او په دې برخه کې فعاليتونه په ښه توګه ترسره کېږي.

د سمنګان د کانونو رياست د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت د سلفرو کان د ايبک ښار سوېل لوېديځ ته په ١٥ کيلومترۍ کې د ګوګرد په نوم غره کې موقعيت لري. ويل کېږي چې دغه کان اسماني ډوله سپين خاورين ته مايل رنګ لري او د ګوګردو بوى کوي او د سيمې خلک وايي چې په دغو ساحو کې امنيت ښه دى.

د جوزجان د کانونو رياست هم وايي چې په دغه ولايت کې د سلفرو کانونه په خالصه يا چاڼ شوې بڼه نشته او دغه ماده له ګازو سره ګډه ده او له ګاز سره يو ځاى استخراجېږي.

ويل کېږي چې دغه کاني ماده په جرقدوق حوزه کې ده او په نږدې راتلونکي کې د سلفرو د تجريد دستګاه دغو ساحو ته راوړل کېږي، څو هغه له ګازه بېل کړي.

د بدخشان د کانونو رياست معلومات څرګندوي، چې د کران ومنجان، زيباک (د توپخانې درې برخه) اشکاشم او د يفتل پايين په يوه برخه کې د سلفرو د کانونو نښې نښانې شته، خو کميت يې تر اوسه نه دى څرګند شوى.

د بدخشان ولايت امنيې قوماندانۍ ويلي چې په يادو شوو سيمو کې امنيت ښه دى او د وسله والو مخالفينو هېڅ ډول فعاليت نه دى ليدل شوى.

خو د بدخشان د امنيې قوماندانۍ ځينو سرچينو پژواک ته وويل چې د کران و منجان ولسوالۍ په اړوند سيمو کې د کانونو رياست په وينا د سلفرو نښې نښانې ليدل شوې، خو نا امني په کې زياته ده او يادې سيمې په بشپړ ډول د دولتي ځواکونو تر واک لاندې نه دي راغلې.

بلخوا د بلخ د کانونو او پټروليم رييس انجنير دادمحمد ځاځي پژواک ته وويل چې يواځې د دغه ولايت د سلفرو کان په چمتال ولسوالۍ او د البرز غرونو په لمنو کې شته دي.

د پژواک د معلوماتو پر بنسټ، دغه سيمه نا امنه ده او تر بشپړ دولتي واک لاندې نه ده راوستل شوې.

دغه کان د چمتال ولسوالۍ په سوېل د قلعه پشمي په ٩ کلومترۍ او د مزار شريف ښار په ٦٤ کيلومترۍ کې موقعيت لري.

د دې ادارې معلومات څرګندوي چې دغه کان په ١٣٣٥ لمريز کال کې تثبيت شوى او زېرمه يې ٢٠٠ زره ټنه اټکل شوې ده.

د بلخ ولايت د کانونو او پټروليم ادارې زياته کړې ده، چې دغه کان په ١٣٤١،١٣٨٥ او ١٣٨٦ کلونو کې څو ځلې اور اخيستى او د پام وړ زيانونه يې اړولي دي.

د بلخ د کانونو د مرستيال رييس په باور، اړينه ده چې د دغه کان په برخه کې يو ځل بيا د ځمک پېژندنې څېړنې ترسره شي، څو تثبيت کړي چې د اورلګېدنې په پايله کې څومره زيان ورسېدلى او اوسمهال په کې څومره سلفرشته دي.

د پژواک د خپرو شوو راپورونو له مخې، د بلخ د چمتال ولسوالۍ په پرلپسې ډول د وسله والو مخالفين او دولتي ځواکونو د جګړو او نښتو شاهده وه او په دې وروستيو کې هم د روان کال د وږې په ١٧مه د دولتي ځواکونو له خوا د وسله والو مخالفينو پر ضد شوو چاڼيزو عملياتو کې ٤٨ لوړ پوړي طالبان ووژل شول او ٣٨ نور ټپيان شول.

د بلخ د امنيه قوماندان پاسوال عبدالرحمان رحيمي په خبره، طالبانو په دې سيمه کې روزنيز مرکزونه هم لرل چې د سيمې د استخباراتو په ځانګړي ډول د پاکستان له خوا تمويلېدل.

د ننګرهار د کانونو رييس انجنير شکرالله طلوع په دغه ولايت کې د سلفر کانونو په اړه پژواک ته وويل: ((د سلفر کانونه د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ په شمشپور سيمه کې شته چې د درونټې سياه کوه سيمو ته نږدې موقعيت لري، خو په دې سيمه کې د شته نا امنيو له امله يې د زېرمو کره اندازه نه ده تثبيت شوې.))

د پژواک خبريال چې پخوا يې ننګرهار ولايت ته سفر کړى و، نه دى توانېدلى چې په سيمه کې د شته نا امنيو او ان د عيني شاهدانو په وينا پر دې سيمه د پاکستاني طالبانو د کنټرول له امله د سلفرو له کانونو ليدنه وکړي.

د طالبانو په ويبپاڼه کې د دې ډلې د تشکيلاتو د پېژنې په برخه کې ويل شوي چې دوى د خپلو تشکيلاتو په اډانه د کانونو د ادارې په نامه اداره لري چې تر خپلو واک لاندې ساحو کې د ځمکنيو زېرمو او کانونو د ساتنې ترڅنګ د کانونو د غير قانوني او غير مسلکي استخراج مانع ګرځي.

هغه وړاندې وويل، هغه کانونه چې د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې دي، په مسلکي توګه استخراج شوي او يا هم د هغوى له خوا په قرارداد ورکړل شوي دي او دغه کانونه د طالبانو لپاره د عايداتو ښه سرچينه ده.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک ته وويل چې دغه وزارت د کانونو په ځانګړي ډول د سلفرو کانونو د امنيت خوندي کولو لپاره بشپړ چمتووالى لري.

هغه وويل: ((تر اوسه د سلفرو کانونه چې تر ټولو مهم يې په بلخ ولايت کې موقعيت لري، ساتل شوي او هېڅ ډول غير قانوني استخراج ورڅخه نه دى شوى او ملي پوليس هر وخت له ددغه ملي پانګې د استخراج څخه مخنيوى کوي او کړى يې دى.))

صديقي د ځينو سلفر لرونکو ساحو د نا امنيو په اړه زياته کړه: ((په دغه سيمو کې مخالفين تر هغې کچې نه دي، چې وکولى شي کانونه استخراج کړي او ملي پوليس په دغه ساحو کې د وسله والو مخالفينو ټول خوځښتونه څاري.))

خو د ولسي جرګې د کورني امنيت د کمېسيون غړي نواب منګل وويل چې اوسمهال په اکثره ولايتونو کې امنيت خراب دى او دغه کانونه په غير قانوني ډول د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا استخراجېږي او زياته ګټه يې هم دهغوي جيبونو ته ځي.

هغه څرګنده کړه، که چېرې امنيتي ځواکونه په دغه سيمو کې د امنيت ټينګولو هڅه ونه کړي، نو وضعيت به لا خراب شي.