Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغيس کې پوليسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

قلعه نو (پژواک ١٥ تله ٩٣): د بادغيس په ابکمري ولسوالۍ کې د عامه ساتنې لږ تر لږه څلور پوليس وژل شوي او درې وسله وال مخالفين ټپيان دي.

د بادغيس د ولايتي شورا مشر حاجي عبدالمجيد شکيب پژواک خبري اژانس ته وويل چې  وسله والو مخالفينو نن له غرمې وروسته د يادې ولسوالۍ په “پدۀ دايزنګي” سيمه کې د عامه ساتنې پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې نښته کې د عامه ساتنې څلور پوليس وژل شوي او درې وسله وال مخالفين ټپيان دي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي محمدياسين د ټېلېفون له لارې پژواک ته وويل چې په دې نښته کې د عامه ساتنې ٧ پوليس وژل شوي او ده يې مړي هم ليدلي دي.

دى وايي چې د دولت د درېيو وسله والو مخالفينو له ټپي کېدو هم خبر شوى دى.

د بادغيس امنيه قوماندان سمونوال محمدقيوم انګار وايي چې سيمې ته يې امنيتي ځواکونه استولي خو دمګړۍ د يادې نښتې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

د دولت وسله والو مخالفنيو بيا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.