کلات ، کابل ( پژواک، ١٨ لړم ٩٣ ) : د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي پېښو پر مهال درې د ملي اردو سرتېري او څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د زابل امنيتي چارواکي وايي چې تېره شپه د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په يوه نښته کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ددې ولايت د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال حاجي مومند نصرتيار د لړم پر ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پېښه تېره ماخوستن د يادې ولسوالۍ د هزارخېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده .
نوموړي زياته کړه چې وسله والو طالبانو غوښتل ، چې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړي، خو امنيتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو له مخې ورته کمين نيولی و .
دده په خبره ، د کمين په ترڅ کې درې ساعته جګړه وشوه چې له امله يې څلور وسله وال طالبان ووژل شول ، يو طالب او يو د ملي اردو سرتېرى ټپيان شول .
بله خوا يوه امنيتي سرچينه وايي چې تېره ورځ په شاه جوى ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې د د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شوي دي.
دغه راز د ملي دفاع وزارت ويلي، چې په تېرو ٢٤ سا عتونو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د چاودنو له امله د ملي اردو درې سرتېري ټپيان شوي دي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP