Language

کابل کې چاودنه وشوه

کابل (پژواک ٢٢ لړم ٩٣): د کابل ښار په پنځمه حوزه کې يو ځاى پرځاى شوى ماين چاودلى دى، خو مرګ ژوبله نه لري.

د کابل امنيه قوماندانۍ يوه پوليس د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن ماخوستن په شاوخوا ٧ بجو د پنځمې حوزې اړوند يوه سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، د پخواني ولسمشر سلاکار نظرمحمد اسحاقزي د کور تر شا يو ماين چاودېدلى، خو مرګ ژوبله نه لري.

 

Related Topics