جلال اباد( پژواک ۲۳مرغومى۹۳): د کورنيو چارو وزارت وايي چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د ټول وزارت په ملکي او نظامي برخه کې٩ سلنه مامورين ښځينه وي.
دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزارت د ښځينه او جندر څانګې غړي سمونوال عبدالمحمد د مرغومي په ٢٣مه، په ننګرهار ولايت کې د سرحدي پوليسو د ٣٠١ زون قوماندانۍ کې د ښځينه پوليسو په اړه د يوه سيمينار پر مهال پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه زياته کړه، د کورنيو چارو وزارت پلان لري چې د دوه زره پنځلسم کال تر پاى پورې شپږ زره ښځينه پوليس ولري .
د نوموړي په وينا، ددغه پلان له مخې تر ٢٠١٧ زېږديز کاله پورې به د کورنيو چارو وزارت په ملکي او نظامي برخو کې ٩ سلنه ښځينه مامورينې ولري.
سمونوال عبدالمحمد وويل چې د افغانستان د نافذه قوانينو پر بنسټ نارينه نه شي کولى چې ښځې تالاشي کړي، نو په دې اساس د ښځينه ملي پوليسو شتون ډېر اړين دى.
په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د (۳۰۱) زون قوماندان لوی پاسوال فضل الدين عيار پژواک اژانس ته وويل چې ياد سيمينار په ختيځو ولايتونو کې د ښځينه پوليسو د هڅونې په موخه جوړه شوى دى.
هغه زياته کړه : (( ښځينه ملي پوليسو ته زموږ ټولنه سخته اړتيا لري ، بايد زموږ ښځې هم د هېواد د هوساينې په برخه کې د نارينه وو سره څنګ په څنګ خدمت و کړي.))
د عيار په وينا، ښځينه ملي پوليسو ته يې ټول امکانات برابر کړي او که چېرې دوی په قطعاتو يا قرارګاه وو کې له ستونزو سره مخامخ وي نو دوى دې خبر کړي.
دى وايي چې دوى به د هغوى د شکايتونو د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات وکړي.
په دې سيمينار کې د ناټو د نوي ماموريت ( پرېکنده ملاتړ) استازو هم برخه اخيستې وه.
ددغه ماموريت يو تن استازي ډګروال سټوکس Stokes سيمينار ته وويل ، دا ډېر د خوښۍ ځاى دى چې لسګونه مېرمنې د سرحدي او نورو پوليسو په ليکو کې ځاى لري او د خپلو هېوادوالو خدمت کوي.
هغه زياته کړه چې ولسمشر اشرف غني هم کورنيو چارو وزارت ته امر کړی چې د دوه زره پنځلسم کال تر پايه دې د ښځينه پوليسو شمېر شپږ زرو ته ورسوي.
سټوکس وويل : ((که څه هم زموږ جګړه ييز ماموريت پای ته رسېدلی ، خو د ملي پوليسو د ښوونې او روزنې په برخه کې کورنيو چارو وزارت سره خپلو همکاريو او مرستو ته ادامه ورکوو.))
د سرحدي پوليسو د ۳۰۱ سرحدي زون يوې ساتنمنې امنه بدخشي پژواک خبري اژانس ته وويل :((زه پر دې وياړم چې د وطن خدمت کوم او نورو خويندو نه هم هېله کوم چې د ملي پوليسو ليکو ته راشي ، ترڅو يو هوسا هېواد ولرو.))
هغې زياته کړه چې دا هېوادنۍ مينه ده چې له بدخشانه راغلې اوپه تورخم کې دنده ترسره کوي.
د سرحدي پوليسو يوې بلې ساتنمنې انيسې ياد سيمينار خورا ګټور وباله او زياته يې کړه چې خپلې ستونزې يې د قوماندانۍ له مسوولينو سره شريکې کړې دي.
د نوموړې په وينا، دوى ته هر وخت سيمينارونه او ورکشاپونه جوړېږي،ډېر ګټورې دي چې له امله يې په کارونو کې ښه والى راځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP