Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زابل د ولايتي شورا رييس له چاودنې روغ ووت

کلات (پژواک، ٩ کب ٩٣): د زابل د ولايتي شورا رييس نن سهار له يوې چاودنې روغ وتلى، خو دوه ساتونکي يې ژوبل شوي دي.

د ولايتي شورا رييس حاجي عطا جان د کب په  ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل دا چاودنه نن سهار شاوخوا اووه بجې په شاه جوى ولسوالۍ کې د ده پر موټر وشوه.

هغه زياته کړه، چې دى له چاودنې روغ وتلى، خو دوه ساتونکي يې ژوبل شوي دي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د شاه جوی ولسوالۍ امنيه قوماندان محمدالله احمدي پژواک اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا رييس تېره شپه په يو نږدې کلي کې مېلمه و.

د هغه په وينا، کله چې نوموړى نن سهار د ولسوالۍ د مرکز پر لور روان و‌، نو په يوه لاسي کراچۍ  کې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونکو پرې وچاودېدل.

امنيه قوماندان وايي چې د ولايتي شورا رييس له چاودنې روغ وتلى، خو دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.