ژبه

لوګر کې چاودنې د يوې کورنۍ اووه کسان ووژل

عبدالمقصودعزيزي

۱۴ وری ۱۳۹۴ - ۱۴:۳۵

۱۱۸ کتنې

پل علم (پژواک، ١٤ ورى ٩٤): د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د يوې کورنۍ اووه غړي وژلي دي.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د بره کي برک ولسوالۍ د شېر دروازه په سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنې د يوې کورنۍ اووه غړي وژلي دي .

هغه وايي چې دغه چاودنه وروسته له هغه رامنځته شوه چې د يادې کورنۍ غړي په کرولا موټر کې خپل کور ته پر لاره وو.

د هغه په وينا، په وژل شوو کې دوه سړي، يوه ښځه او څلور ماشومان شامل دي.

د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين وايي چې دغه کورنۍ د دې ولسوالۍ د  ده شيخ په سيمه کې اوسېده.

د ده شيخ سيمې يوه اوسېدونکي عبيدالله وويل چې د صميم په ګډون د کورنۍ ټول غړي يې د ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

  تر اوسه د دې چادونې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

دا په داسې حال کې ده چې د يوناما په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې په ٢٠١٤ زېږديز کال په افغانستان کې نږدې ٣٧٠٠ ملکي وګړي وژل شوي او ٦٨٥٠ ټپيان شوي چې د ٢٠١٣ کال په پرتله په سلو کې ٢٢ زياتوالى ښيي.

په ياد راپور کې زياته شوې چې د دې مرګ ژوبلو زياتره عاملين د دولت وسله وال مخالفين دي خو وسله وال مخالفين دغه راپور مبالغه بولي.

 

login or register a new account.