Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ګرشک کې دوسلوالو مخالفینو ډله ییز برید شنډ شو

لښکرګاه ( پژواک، ۴ غویی ۹۴ ) : دهلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفینو ډله ییز برید شنډ شوی  دی.

د ګرشک ولسوال محمد قیوم موسی زي د غویي په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن تر غرمې وروسته یوه ډله وسلوال مخالفین چې په ځانمرګو واسکټونو هم سمبال وو، غوښتل چې د ولسوالۍ په بیلا بیلو سیمو بریدونه وکړي.

هغه زیاته کړه، دوی چې په یوه کرولا موټر کې راغلي وو، پولیس پرې خبر او کله چې له دوی څخه یوه تن له موټره ښکته او د برید هڅه یې کوله، نو پولیسو پرې برید وکړ.

د ولسوال په وینا، پر دې مهال نښته رامنځته شوه، چې په پایله کې یې دوه پولیس او یو وسلوال ووژل شو او درې نور وسلوال په خپل موټر کې وتښتیدل.

دغه راز نن مازیګر د ولایت په مرکز لښکرګاه کې دیوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې یو پولیس ټپي شوی دی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.