ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار مېشتو روغتياپالانو د عامې روغتيا پر رييس بريد وغانده

کندهار مېشتو روغتياپالانو د عامې روغتيا پر رييس بريد وغانده

author avatar
2 May 2015 - 20:03
کندهار مېشتو روغتياپالانو د عامې روغتيا پر رييس بريد وغانده
author avatar
2 May 2015 - 20:03

کندهار (پژواک ١٢ غويى ٩٤): کندهار مېشتو روغتياپالانو او ډاکټر انو د يوې غونډې په جوړولو د دې ولايت د عامې روغتيا پر رييس شوى بريد وغانده او دا يې پر روغتيايي خدماتو بريد وباله.

د کندهار د عامې روغتيا پر رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د غويي په ٧مه، د ماښام په ٨:٣٠ بجې په داسې حال کې چې هغه له خپل کار ځاى څخه د کور پر خوا روان و، د ناپېژاندو کسانو له خوا وسله وال بريد وشو، چې هغه په کې پر لاس او پښه ټپي شو.

په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د کندهار د شخصي روغتونونو ډاکټرانو، د پوهنتونونو استادانو، روغتيايي کارکوونکو او لسګونو نورو کسانو ګډون کړى وو.

د کندهار د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر جبار وويل، حکومت بايد د دې پېښې جدي څېړنه وکړي او عاملين يې بايد ونيول شي.

هغه زياته کړه، پر پخلا بريد د ښار په ګڼ مېشته سيمه کې شوى، د دې معنا دا ده چې امنيتي ځواکونه د خلکو د ژوند په ساتلو کې پاتې راغلي دي.

نوموړي د روغتيا په برخه کې د پخلا هڅې وستايلې او ويې ويل، چې هغه له تېرو اتو کلونو راهيسې په کندهار کې د روغتيا په برخه کې ګڼې اسانتياوې او خدمات وړاندې کړي دي.

هغه پر ښکېلو خواوو غږ وکړ، چې ډاکټر له کوم توپير پرته د انساني ژوند د بقا لپاره کار کوي او په هېڅ سياسي اړخ پورې تړاو نه لري؛ په کار ده د هغوى ژوند ته پاملرنه وشي.

په کندهار کې د درملي خدماتو د ټولنې مشر حاجي رحم الدين اغا وويل، چې دغه راز بريدونه د ټولو اسلامي، ملي، مدني او بشري کړنو خلاف عمل دی.

هغه زياته کړه، ډاکټران هر وخت، په هر ځای کې د هر چا درملنه کوي او له هېچا سره کومه دښمني نه لري.

غونډې ته يو شمېر ډاکټرانو په خپلو ويناوو کې وويل، چې غوښتل يې د دې پېښې په غبرګون کې ټول روغتيايي خدمات وځنډوي، خو دغه کار يې د عامې روغتيا د رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا په غوښتنه و نه کړ.

د کندهار د ميرويس روغتون سرطبيب ډاکټر محمد داوود فرهاد وويل، چې له روغتيايي کارکوونکو سره هېڅوک کومه دښمني نه لري، ځکه نو دا کار د هغو کسانو دی، چې مالي ګټې يې په خطر کې دي.

هغه زياته کړه، ډاکټر عبدالقيوم پخلا د انساني ژوند د ساتلو  په موخه تل د روغتيا په برخه کې د ناقانونه کړنو خلاف هڅې کړي، د بې کيفيته درملو مخنيوى يې کړى او د روغتيايي خدماتو د معياري کېدو لپاره يې کار کړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.