ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان او پاکستاني ځوانانو دوهم کنفرانس پيل شو

د افغان او پاکستاني ځوانانو دوهم کنفرانس پيل شو

author avatar
22 Aug 2015 - 11:21
د افغان او پاکستاني ځوانانو دوهم کنفرانس پيل شو
author avatar
22 Aug 2015 - 11:21

اسلام اباد (پژواک، ٣١ زمرى ٩٤): د افغان او پاکستاني ځوانانو تر منځ د اړيکو د پياوړتيا او شته بدګومانيو د له منځه وړو په موخه دوهم کنفرانس په اسلام اباد کى پيل شو.

د دغه کنفرانس د سمبالوونکي دفتر پېډ مسوولې سمينې امتياز د زمري په ٣١مه پژواک اژانس ته وويل چى د دې لړۍ لومړى کنفرانس درې مياشتې مخکې په کابل کې جوړ شوى و.

دې زياته کړه: ((موږ هڅه کوو چې د دغو پروګرامونو له لارې دواړه ولسونه سره نږدې کړو او هغه غلط ګومانونه چې موجود دي، له منځه يې يوسو.))

د سمينې په وينا، له تېر کنفرانسه تر اوسه د رسنيو او غونډ و له لارې په دواړو هېوادونو کې کمپاينونه شوي چې مثبتې ا غېزې يې لرلې دي.

هغه وايي، اوسنى کنفرانس د پنځو ورځو لپاره دى چې په کې به د ولسونو د نږدېوالي او بدګومانيو د له منځه وړو پر نورو لارو چارو بحث وشي.

د کنفرانس يوه افغان ګډونوال مختار وفايي پژواک ته وويل چې دا ډول پروګرامونه خلک سره نږدې او کلتوري اړيکې پياوړې کوي.

د نوموړي په وينا، هڅه کوي چې د افغان ولس پيغام د رسنيو له لارې تر پاکستاني سياستوالو او حکومته ورسوي.

يو بل افغان ګډونوال غفار نظري پژواک ته وويل چې افغانستان او پاکستان ګڼ مشترک ټکي لري چې که پرې کار وشي نو شته تاوتريخوالي کمولى شي.

هغه زياته کړه چې د ولسونو نظرونه د حک

ومتونو پر تګلارو اغېز لري او دوى غواړي له خپل دغه ځواکه مثبت کار واخلي.

د افغان او پاکستاني ځوانانو تر منځ دوهم کنفرانس په داسې حال کې پيل شوى چې د دواړو حکومتونو اړيکې په دې وروستيو کې ترينګلې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.