ژبه

ملګري ملتونه: راروان ژمی به په افغانستان کې څه باندې ۱۹ میلیونه خلک د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي

اجمد صهیب حسرت

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۰۰:۴۹

۰ کتنې

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د راروان ژمي پر مهال به په افغانستان کې ۱۹.۲ میلیونه خلک د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ شي.
د دغو دوو سازمانونو د ګډ راپور له مخې، د روان کال له نومبره د راتلونکي کال تر اپرېل پورې به د افغانستان شاوخوا ۳۸ سلنه وګړي د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ وي؛ دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې له ۱۷.۴ میلیونو څخه لوړ دی.
راپور کې راغلي چې له یاد شمېر څخه به شاوخوا پنځه میلیونه کسان د لوږې له بېړني حالت سره مخ شي او د ژوند ژغورلو لپاره به بېړنیو خوراکي مرستو او کرنیز ملاتړ ته اړتیا ولري. د لوږې تر ټولو سخت وضعیت په بدخشان، بادغیس، دایکنډي، غور، سمنګان، سرپل او د غزني ولايتونو په کلیوالي سیمو کې اټکل شوی دی.
راپور دغه‌راز کاږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به د خوارځواکۍ پېښې د ۲۰۲۶ کال په پرتله نږدې ۱۰ سلنه زیاتې شي او شاوخوا څلور میلیونه ماشومان او میندې به د حادې خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ شي؛ د دغو پېښو نږدې څلورمه برخه به شدیدې او د ژوند ګواښوونکې وي.
په افغانستان کې د خوړو او کرنې سازمان استازي ریچارډ ټرینچارډ ویلي، د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی په یوازې ځان د لوږې ستونزه نه شي حل کولای، بلکې بزګرانو ته د ملاتړ، د کرنیزو محصولاتو بازارموندنې او خلکو ته د کارموندنې فرصتونو برابرولو ته هم اړتیا ده.
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلیف هم خبرداری ورکړی چې د لوږې او خوارځواکۍ کچه لوړېږي، خو ورته مهال بیا د بشري مرستو لپاره مالي سرچینې کمې شوې دي.
د دواړو سازمانونو په وینا، د ژمي له رارسېدو مخکې د خوراکي مرستو، بېړني کرنیز ملاتړ او د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره د مرستو زیاتول اړین دي.