محمودراقي (پژواک، ١٧ تله ٩٤): امنیتي چارواکي وايي چې د کاپیسا په اله ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتو کې ١٤ وسله وال وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
بلخوا د سيمې اوسېدونکي وايي چې په يادو نښتو کې ١٢ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو پرون له څو اړخونو د اله ساى پر ولسوالۍ بريدونه وکړل او وروسته له څو ساعتونو هغوى شاتګ اړ شول او جګړه ودرېده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې د ذبيح الله په نوم د يوه قوماندان په ګډون ۱۴ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د امنیه قوماندان په وینا چې په دې نښته کې د يوې مېرمنې په ګډون د ملي اردو دوه سرتېري هم سرسري ټپیان شوي دي.
نوموړي وويل: ((وسله والو د بدراب له غره او دوو نورو نقطو څخه د اله سای ولسوالۍ پر تعمیر باندې برید کاوو، او د اردو په یو کمپ چې د شکوټ په سیمه کې موقعیت لري پرون سهار د ۵ بجو پر مهال برید کړی و چې یاده جګړه ماسپښین پای ته ورسېد.))
فايق وايي چې په دې جګړه کې له امنيتي ځواکونو سره هوايي ځواک هم ملتيا کوله او د اله ساى په غرونو کې يې پر وسله والو بريدونه وکړل.
دغه راز د ٢٠١ سېلاب قل اردو هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې په دې جګړه کې د دوو قوماندانانو په ګډون ٤٧ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادې قول اردو له قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې پرته له نورو جزئياتو راغلي چې په سيمه کې اوس جګړه پاى رسېدلې او وضعيت د دوى په کنټرول کې دى.
خو د سیمې اوسېدونکي بيا وايي چې په دې جګړه کې ۱۲ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اله ساى د ميرخېل سيمې يوه اوسېدونکي شېرعالم پژواک ته وويل، د شکوت په سیمه کې په یو کور باندې هم مرمۍ لګېدلې چې دوه تنه یی وژلي او درى نور ټپیان شوي دي.
هغه زياتوي چې په ټپیانو کې مېرمنې هم شاملې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن